په مکسيکو کي يوه فرانسوی په ۶۰ کالو بند محکومه سوې ده
۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبهاعلان
په مکسیکو کي محکمې د یوې فرانسوۍ ښځي هغه ادعا رد کړه ده چې ویلي ول هغه په غیر عادلانه ډول په ۶۰ کلونو بند محکومه شوې وه. دغه ښځه د یرغمل نیولو په تور په بند محکومه شوې وه.
په دې سره د فرانسې او مکسیکو تر منځ اړیکي ترینگلي شوي دي. د فرانسې ولسمشر څو واري غوښتي دي چې دغه ښځه باید آزاده شي.