1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميدان وردگو کي خلک له ناامنيو څخه سر ټکوي

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د ميدان ښار اوسېدونکي شکايت کوي چي هلته نا معلوم وسله وال کسان ملکي افراد وژني او په تېښته بريالي کيږي. ددوی په خبره په سپينه ورځ د ښار په دننه کي وژني او غلاوي کيږي.

https://p.dw.com/p/14Bp6
انځور: AP

د میدان وردګو اوسيدونکي په ښار کې له رواني نا امنه څپي په ویره کې دي او وايي، د ښار په بېلابېلو سيمو کې نامعلومه کسان خلک شکوي اوحتی وژني ئې.

د ميدان ښار اوسيدونکي وايي چي د ښار په داخل کې ملکي کسان نامعلوم کسان وژني او دولتي کسان ئې پوښتنه نه کوي او يوه اونۍ وړاندي یو تن جنايي کارکوونکی و تښتول شو او بله ورځ بيا په ښار کې معلم ووژل شو.

د میدان وردگو خلک او ملکي دولتي مامورین وایې چي کله چي سهار له کوره وزي بيا ډاډه نه وي چې جوړ به بیرته خپلو کورونو ته راشي که نه، ځکه اوس یوازي طالبان نه بلکي د سیمي داړه ماران او پخواني ټوپکسالاران هم دوی شکوي.

د ميدان ښار د امنیت امر جنرال مجتبی قیس دا مني چې د مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي خو د خپل لوري د تازه او نوو تدابيرو د نيولو خبر ورکوي.

«په ښار کې د ځينو وړو نا امنيو ترڅنګ په ځينو پرتو سيمو لکه سید آباد او نرخ کي د مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دي. موږ له ملي پوځ سره په ګډه د چټک غبرګون يوه ټولی جوړه کړې ده، چې دا به هري تازه پېښېدونکي ستونزي ته چټک ځواب ووايي.»

په هرحال په میدان ښار او شاخوا سيمو کي نا امني په داسي حال کي سر اخلي چې د ځينو کشفي اورګانونو د مالوماتو له مخې په تیره مياشت کي يوازي په میدان ښار کي څلور کسه د نامعلومو دلايلو له مخي نامعلومو کسانو ترور کړي دي. په هغوی کي دوه تنه ئې مخور قومي مشران ول.

دا په داسي حال کې ده چې په میدان وردګو ولایت کې هم بهرني ځواکونه او هم افغان قواوي شته خو د ناڅرګندو دلایلو له مخي بیا هم د دغه ولایت امنیتي حالت ډیر خراب دئ او په ځینو سیمو کې ئې وسله وال کسان په رڼا ورځ تګ را تګ کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل