په مونشن کې د مهاجرو پر کمپ دیوال راگرځولو کړکیچ
۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبهد مونشن ځينو سیاستوالو په نویپرلاخ سیمه کې د کډوالو کمپ او په سیمه کې د ځايي کورنو ترمنځ د غږ د مخنیوي له پاره د دیوال پر جوړولو اندیښنه څرګنده کړې ده.
په سیمه کې د ځینو کسانو له پاره دغه دیوال د بیلتون او انزوا سمبول دی او د مونشن د «ښه راغلاست فرهنګ» پر سر یو ستر ګذار دی، خو بیا د ځینو نورو له پاره دا یوازې یو عادي دیوال دی. دغه پوخ دیوال کابو ۱۰۰ متره اوږد دی او څلور متره لوړوالی لري. د دېوال د جوړېدو موخه له ځايي کورنو څخه د کمپ جلا کېدل ښوول شوي دي. په دغه کمپ کې شاوخوا ۱۶۰ د بیلابیلو هیوداونو کډوال ژوند کوي.
د محکمې پريکړه
که څه هم د سیمې ځینو اوسیدونکو په دې ځای کې د دیوال د جوړولو پرضد قانوني غوښتنه کړې وه خو تر دوه نیم کلونو هڅو وروسته د دغه دیوال د جوړولو پریکړه وشوه. دغه پریکړه د مونشن د یوې محکمې له خوا اعلان شوې.
د مونشن زرغون ګوند په مونشن کې هڅې پیل کړې، څو دغه دیوال بیرته له منځه یوړل شي. د زرغون ګوند د ځايي پارلمان د څانګې مشر، ګولسرین دامیرل وايي: «دغه څه چې رغول شوي د غږ د مخنیوي په هکله اغیزمن نه دی.» هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه کار د بیلتون او انزوا نخښه ده.
هغه همدا راز څرګنده کړې چې د دوی غبرګون د سیمې د خلکو پروړاندې نه، بلکي زموږ نیوکه پر ځايي شورا باندې ده چې څنګه کولای شي د غږ د مخنیوي له پاره د دیوال جوړول اړین وگڼي.
په ورته وخته کې په بایرن ایالت کې د محافظه پاله مسیحي متحد ګوند غړی، مارکوس بلومي وايي چې د دیوال جوړول بد کار نه دی، بلکي دغه د یوه قانوني کار پایله ده. هغه همدا راز وايي چې د سیمې خلک له کډوالو سره ستونزه نه لري او هغوی ته یې ښه راغلاست ویلی دی.
د زود دویچه ورځپاڼې چې له ځايي اوسیدونکو سره مرکې کړې د دې موضوع په هکله بیلابیل غبرګونونه ښيي. ځینې اوسیدونکي د دیوال جوړول سم کار نه بولي او بیا ځینې نور په دې موضوع خپل دریځ نه څرګندوي.