په مونشن کې د امنيت نړيوال کنفرانس
۱۳۸۵ بهمن ۲۰, جمعهاعلان
په رسمي توگه به دا د څلويښتو هېوادونو د سياستپوهانو او عسکري کارپوهانو غونډه د شنبې په ورځ د بايران په مرکز کې تر سره شي. په دې غونډه کې به د نورو مشرانو په گډون د آلمان د اتحادي جمهوريت لومړۍ وزيره انگلا مېرکل او د روسيې مشر ولاديمير پوتين هم خبرې وکړي. د دې غونډې اصلي موضوعگانې به د ناټو راتلونکی، د افغانستان او عراق حالات او د منځني ختيځ کشاله وي.