په مونشن کي د نويو نازيانو محاکمه وځنډېده
۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبهدغه محاکمه چي ټاکل سوې وه د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۷) د اصلي تورني بياتي چيپه او د هغې د څلورو ملگرو پر وړاندي پيل سي درې اوونۍ نوره هم وځنډېده.
د ناسيونال سوسياليست د پټ سازمان دغه غړي په دې تورن دي چي په تیرو لسو کلونو کي يې نهه تنه بهرنیان وژلی دي، چي ډیری يې په خټه ترکان ول. دغه محاکمه په آلمان کښي دننه او تر هغه دباندي په ډيره ځيرتيا سره څارل کيږي.
که څه هم چي د آلمان د اساسي قانون محکمې د هغه يوشمېر بهرنيو په زياته بيا ترکي رسنيو د گډون ستونزه حل کړه، خو بيا هم دغه محاکمه درې اوونۍ نوره وځنډېده او اوس ټاکل سوې ده چي د می د مياشتي پر ۶ نېټه به پيل سي.
د ناسیونال سوسیاليست د پټ سازمان د ترهګرۍ د قربانیانو د کورنۍ غړي د عدالت غوښتونکي دي. د هغوی په جمله کی یوه هم ګامزه کوباسیک نومیږی چی پلار يې د « د دغو ځنځيري قتلونو» قرباني سوی دئ.
ګامزه کوباسیک اوه کاله پخوا شل کلنه وه، چې د دورتموند په ښار کې د پلار دکان ته د تلو پر لار د پولیسو له خوا ودرول سوه او ورپرې نه ښوول سوه. دغه وخت د هغې پلار په مرمۍ وژل سوی وو.
دا د ناسونال سوسیاليست پټ سازمان، چي په آلماني کي ئې مخفف NSU دی. اتمه پیښه وه. دغه مسئله د ۲۰۱۱ کال په نوامبر کي هغه وخت روښانه سوه، چي د د اوو تنو ترور سوو مړی پيدا سول او تر هغه وروسته پولیسو یوه ویدیو وموندله چي پکښې د قتلونو مشکوک عامیلونو پر خپل جرم او کړو وړ ویاړ کاوه.
په پلان کي ده چي د می د مياشتي پر ۶ نېټه به د مونشن په محکمه کې اصلي تورنه بیاته چيپه«Beate Zschäpe» او له هغې سره د څلور تنو نور تورونو مرسته کوونکو محاکمه پيل سي.