1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مهترلام کي يوه ديني مدرسه جوړه سوه

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

دلغمان دمهترلام په ښارکي د 135000 امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې ديني مدرسې ودانۍ جوړه او د يوې غونډي پر مهـــال ګټــي اخيســــتو ته وسپارل سوه

https://p.dw.com/p/MUH8
انځور: DW

ددغي ديني مدرسې دجوړيدو له کبله به د سيمي دډيرو خلکو د ديني زده کړو ستونزه تر ډيره حده پوري هواره سي . ددغي پروژې د پرانيــستلو پرمهـال دلغمان مرستيال والى مرتضي قلندرزي خبريالانو ته وويل،چي ددغي ديني مدرسې د جوړيدوکارونه يوکال دمخه د پوهني دوزارت لخوا پيــل سوی وه ،اونن يې کارونه بشپړ او د يوې غونډي پر مهال رسماً د خلګو د ګټي اخيستو دپاره وسپارل سوه .

دلغمان د والى وياندسيداحمد ساپي وايي چي ددغي مدرسې په جوړيدو سره به د سيمي د هغو ځوانانو دديني زده کړو د ترلاسه کيدو ستونزه هواره سي چي پاکستان ته پسي تلل .دده په وينا په دغه مدرسه کي به ځوانان هم ديني زده کړي ترلاسه کوي او هم به د خپلو کورنيو سره په ورځنيوکارو کي مرسته کوي . دی وايی چي په لغمان کي دالومړنی ديني مدرسه ده چي په دومره ښه ډول دلغمان دخلکو لپاره دپوهني دوزارت لخواجوړيږي .

د لغمان د والى وياند سيد احمد ساپي وايي افغانستان يوه اسلامي ټولنه ده چي ديني مدرسو ته ډيره اړتيا لري . دده په وينا ددغه ډول مدرسو په جوړيدو سره به ډيرو ځوانانو ته په خپلو سيمو کي په افغاني روحيه دديني زده کړو زمينه برابره سي، او نورو سيمو ته به دديني زده کړو د ترلاسه کيدو په خاطر د تللو څخه مخنـــــيوی وسي . ده وويل په پام کي لري چه د لغمان په نورو ولسواليانو کي هم د مختلفو مرستندويو ټولنو په مرسته ورته ديني مدرسې او مسجدونه جوړ کړي، ترڅو پدغه برخه کي هم د خلکو مشکلات حل سي .

د لغمان يو تن قومي مشر ملک بسم الله خان ددغي ديني مدرسې د پروژي دپرانيستو پر مهال وويل ،دوى ډيرخوشاله دي چي په سيمه کي دديني مدرسې مشکل يې حل سو . دده په وينا تر دې دمخه په سيمه کي د ديني مدرسې دنه موجوديت له کبله زياتره ځوانان دديني زده کړوڅخه محروم پاته کيدل اويو شمير به پاکستان ته تلل چي دبيرته راتلو پرمهال به يې افغاني روحيه کمزورې وه .

دمهترلام ښار يوبل قومي مشر ملک محمد اصف وايي نن ورځ دومره خوشاله دی، چي په دغه ولايت کي دديني مدرسې ستونزه يې حل سوه او ددغي پروژې به تکميليدو سره سلګونو ځوانانو ته دديني زده کړو د ترلاسه کيدو زمينه برابره سوه . ده د افغان دولت او نړيو الو مرستندويه ټولنو څخه وغوښـــتل چي دغه ډول ديـــني مدرسو دجوړيدو پروژې په ولسواليانو کي هم تطبيق کړي ترڅو د خلکو هغه ستونزه له منځه ولاړه سي چي وايي افغان دولت ديني مدارسوته پاملرنه نــه کوي .

ددغي مدر سې د پرانيستو پرمهال د لغمان يو تن مخور سپين ږيري محمد ګلاب وويل که څه هـــم ددغي پروژ ې په جوړيدو سره خلک خوشاله دي ،خو په ډيرو ولسواليانو کي ديني مدرسې نسته . دده په وينا افغان دولت بايد د خلکو دغو ستونزو ته هم ډيره پاملرنه وکړي ،ترڅو په ولسواليانو کي دديني مدرسو په جوړيدو سره د خلکو پام د ځان پر خوا راواوړي . دده په وينا په افغانستان کي د روانو بدبخيتو يوازنی علت د خلکو بېسوادي ده. دده په ويناکه ټولنه باسواده سي او هم په خپله خاوره کي خلکو ته دعصري علومو ترڅنګ دديني زده کړو د ترلاسه کولو مرکزونه ډير او جوړ سي ،نو خلک به پرديو هيوادو ته په تک باندي نه مجبوريږي .

د يادونى وړ ده چي په لغمان کي دا لومړنۍ ديني مدرسه ده چي په ښه ډول او کيفت سره جوړيږي .

خان ولي کامران

کتونکی : محمد قاسم نوري