1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مهاجرو کي رواني ناروغي اوج ته رسیدلې؟

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

په برلين کي خیریه سازمانو او ډاکټرانو په نړیوال روغتيايي کنفرانس کي د هغو مهاجرو د ښې درملني غوښتنه وکړه، چي په رواني تکلیفونو اخته دي. مهاجرين نه یوازي د جگړو، بلکي تېښتي پر وخت هم سخت ناروغه سوي دي.

https://p.dw.com/p/2R5Dx
10.12.2015 DW fit & gesund Trauma 1

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان آلماني رئيس «فلوریان ویستفال» دغه خبري د دوشنبه په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۰نیټه) په برلین کی وکړې. د هغه په خبره پردې سربیره په کمپونو کي د مهاجرو سمه طبي پالنه هم نه کیږي. یوازي په یونان کي همدااوس شاوخوا ۶۰۰۰۰ مهاجر په ډکو کمپونو کي ژوند کوي او ډیره لږ طبي پالنه یې کیږي.

د نړيوال سره صلیب عمومي منشي «یېس داکورد» خبرداری ورکړی دی، چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو صحي پالنه په سم ډول نه کیږي. د هغه په خبره «همداوس د هغوی رواني ناروغۍ خپل اوج ته رسیدلي دي.» د داکورد په اند که د مهاجرو سمه معالجه و نه سي، یو یا دوه نسله کاملأ له لاسه ووځي.

ویسټفال او داکورد، خپلي دغه څرگندوني په اتم نړیوال روغتيايي کنفرانس کي وکړې. دغه کنفرانس تر سبا سه شنبه پوري په برلین کي دوام کوي او پکښي ۱۸۰۰ کارپوهانو گډون کړی دی.

په کنفرانس کي د ډنمارک پخوانۍ صدراعظمي «هېله تورنینگ-شمیت» دې ته اشاره وکړه، چي په ټوله نړۍ کي ۶۵ ميلیونه انسانان په تېښته کي دي او که د هغوی روغتيايي مسایلو ته پام و نه سي، نو یو لوی ناورين به رامنځته سي.

د مهاجرو د نړیوال سازمان (IOM) عمومي منشي «ویلیم لاسي سوینگ» په کنفرانس کي وویل، چي د مهاجرو ښه طبي پالنه په هر هیواد کي د هغوی مدغمیدل هم اسانه کوي.

د کارپوهانو په نظر په همدې خاطر به د لوېديځو هيوادونو روغتيايي سيستم اصلاح او مهاجرو ته مساوي روغتيايي اسانتیاوي برابري سي. داځکه چي د دوی په خبره په پرمختايي هيوادونو کي بې له هغه هم داډول اسانتیاوي نه سته.

اروپا ته مهاجرت