په منچستر کي د بريد انځورونه
د امريکايي سندرغاړي آريانا گرانده په کنسرت کي ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله ورسوله. په دغه بريد کي ۲۲ کسان وژل سوي او نژدې ۶۰ نور ټپيان سوي دي. انځورونه او غبرگونونه.
د عيني شاهدانو په خبره د دوشنبې په ناوخته ماښام د آريانا گرانده د کنسرت په وروستيو شېبو کي سخته چاودنه وسه.
د راپورونو له مخي چاودنه د کنسرت په سالون کي نه، بلکي په هغه ځای کي رامنځ ته سوې ده چي دوکانونه پکښې دي.
تر چاودني وروسته خلکو تلاښ کاوه چي له سیمي ووځي. دغه کنسرت ته ډېر ځوانان او ماشومان ورغلي ول.
تر سالون دباندي ډېري مندي او پلورنه د خپلو ماشومانو په تمه ول څو کورونو ته ئې بوزي.
پوليسو ويلي دي چي په پېښه کي ۲۲ کسان وژل سوي او ۵۹ نور ټپيان سوي دي.
آريانا گرانده ۲۳ کلنه امريکايي سندرغاړې ده. د هغې بل کنسرت د می مياشتي پر ۲۵ نېټه په لندن کي پلان سوی.
هغه تر چاودني يو ساعت وروسته په خپل تويتر کي وليکل: «ولوېدم. د زړه له کمي متاسفه يم او د ويلو له پاره هيڅ نه لرم.»
تر چاودني لږ وروسته ځينو تلاښ کاوه چي د ټوله نيزو رسنيو په مرسته خپل دوستان او اولادونه پيدا کړي.
د چاودني سيمي ته نژدې هوټلونو خپلي دروازې پرانيستي وې، څو هغه ځوانان چي د کورنۍ غړي ئې لا نه ول راغلي هلته خوندي کړي.
د پيښي په سیمه کي له ټپيانو سره مرسته.
د وروستيو راپورنو له مخي يوه تروريست چي په ځان پوري ئې چاودېدونکي توکي تړلي ولي د خلکو په منځ کي ئې چاودلي دي.