په منځني ختيځ کښي دسولي دراوستلو نوي هيلي
۱۳۸۸ خرداد ۲۱, پنجشنبهدامريکاجمهوررييس بارک اوباما پدې شروع کړېده چه په منځني ختيځ کښي تغير راولي ،نه د وسلو بلکه د خبرو اترو د لاري .
تر ټولو دمخه دی پر دې کاميابه سوی دی چه د اسراييلوپه حکومت کي پر مثبته لار بې اطميناني پيدا کي . د اسراييلو سياسي رهبري په نړۍ کښي يوازي د يوې رايي څخه نامطمينه کيږي ،چه هغه د امريکاد جمهوررييس رايه او نظر دی .
بارک اوباما قاطع عمل غواړي ،او تر ټولو دمخه په اروپا ، امريکااو اسراييلو کښي ډيری همدغه ډول آرزو لري ، او غواړي اسراييل د فلسطينيانو او همسايه عربي هيوادونيول سوي سيمي بيرته ورکي .
د اسراييلي ناقلينو په موضوع کښي د بارک اوباما او دده د خاص استازي ميتچل جدي او نه تسليميدونکی دريز د يوې ډيري ښې تګلاري په حيث ثابت سو . صدراعظم نيتانياهود راتلونکي يکشنبې په ورځ د اسراييلو دخارجي سياست په باب د يوې اساسي بيانيې اعلان کړی دی . بارک اوباما يوازي دونه ويلي دي ،چه دی هغه ته خوشاله دی .
نيتانياهو ته يوازي يوه لار پاته ده . دی نور نسي کولای چه د دوو دولتوحل او په بين امللي سطح د روډ ميپ دسولي پلان په رسميت ونه پيژني . بل هر کار به نه يوازي د امريکاد جمهوررييس ،بلکه د فلسطينيانو او ټولي نړۍ په مقابل کي توهين او سپکاوی وي . نيتانياهو بايد ځان وښوروي ، په غير د هغه به د خپل لوی متحد امريکا څخه چه د اسراييلو د امنيت تضمينونکی دی ، ملاتړ د لاسه ورکي .
د امريکا جمهوررييس په لويديز اردن کښي د ناقلينو دپاره د کورونو د جوړولو جدي بندول غواړي . او پر همدغه موضوع به چه د منځني ختيځ د شخړي اصلي موضوع هم ده ،د بنيامين نيتانياهو سره خبري وکي .
که بيا خبري کيږي ،او اسراييليان او فلسطينيان يوه ميز ته سره کښيني ،بيا نو نيتانياهو نسي کولای پر نورو فرعي موضوعګانو باندي خبري وکي .دی بايد د بيت امقدس د تقسيم او همدارنګه د فلسطينيانو سره دسرحد په تعينولو کښي هم هغوی ته ورتير سي .
ښه دادی چه په اسراييلو کي اوس يو ښی اړخه نشلسټ پر قدرت دی ، ځکه چه په عمل کښي تر اوسه پوري په اسراييلوکښي زيادتره ښی لاسي حکومتونو تر چپي حکومتو د سولي تړونونه امضأ کړي دي .
نيتانياهو د زړه څخه سوله نه غواړي ،ځکه دی په حقيقت کښي د لوی اسراييل د مفکورې طرفداره دی،چه د مديترانې څخه بيا تر اردن پوري رسيږي .
د اسراييلو جمهوررييس پيرس ښه ويلي دي ،چه وايي بارک اوباما بيرته بيا ژر نه راځي . اسراييل اوس د سولي د راوستلو په خاطر يو تاريخي چانس لري .
اينګل بریشت/
کتونکی : محمد قاسم نوري