1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملگرو ملتونو کي د آلمان د غړيتوب کليزه

احمد ولي اڅکزی (سوین پولې)۱۳۹۲ شهریور ۲۷, چهارشنبه

آلمان د ۱۹۷۳م کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د ملگرو ملتونو غړيتوب تر لاسه کړ. هغه وخت د ملگرو ملتونو د جوړېدو څه نا څه ۳۰ کاله تېر سوي ول. اوس آلمان د امنیت په شورا کي د دایمي غړیتوب غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/19k0c
د آلمان په پخوانی صدراعظم ویلي برند او د ملگرو ملتونو پخوانۍ سرمنشي ډاکټر کورت والدهایم
د آلمان په پخوانی صدراعظم ویلي برند او د ملگرو ملتونو پخوانۍ سرمنشي ډاکټر کورت والدهایمانځور: picture-alliance/dpa

تر دويمې نړیوالې جگړې وروسته آلمان پر ختيځ او لوېديځ وويشل سو. لوېديځ آلمان تر زيات وخت پوري شرقي آلمان په رسمي توگه نه پېژنده. همدغه لانجه د دې سبب شوه چي د ملگرو ملتونو له جوړېدو څخه څه نا څه دېرش کاله وروسته لوېديځ او ختيځ آلمان د دوو بيلو هيوادونو په توگه د ملگرو ملتونو غړيتوبونه تر لاسه کړٍي. تر دغه غړيتوب مخکې لوېديځ آلمان په ملگرو ملتونو کي د غړيتوب ترلاسه کولو څخه په دې دلیل ډډه کوله چي دغه غړيتوب ته د ختيځ آلمان د په رسمي توگه پېژندنې سره تعبير ورکول کېدلای سوای.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کيمون، په نيويارک کي د ځانگړو لمانځونو پر وخت په ملگرو ملتونو کي د آلمان همکاري وستايله. نوموړي آلمان په نړیواله ټولنه کي د يوه «فعال غړي» په توگه ياد کړ. بان کيمون زياته کړه چي د آلماني استازو مشورو ته د زيات قدر په سترگه گوري.

ايا په ملگرو ملتونو کي د آلمان غړيتوب د بريا يو تاريخ دی؟

د آلمان د هيسن آیالت د سولي او شخړو د څېړنو د مرکز کارپوه کلاوس ديتر ولف، په ملگرو ملتونو کي د آلمان غړيتوب له برياو سره مل بولي خو نوموړی وايي چي په دې کي په وروستي وختونو کي لږ سستي راغلې ده: «زما په اند که په ټوليزه توگه ورته وکتل سي نو دغه غړيتوب د برياو يو تاريخ دی. خو داسي يو تاريخ چي لا پای ته نه دی رسېدلی او پای يې لا ناڅرگنده دی. هغه په دې دليل چي په دغه مثبت تاريخ کي په وروستیو وختونو کي لږ خراشونه او تضادونه راغلي دي.»

د سياسي چارو کارپوه کلاوس ديتر ولف، وايي چي آلمان په زياته بيا له بې وزلې سره په مبارزه، بشري مرستو، چاپيريال ساتنه او له ملکي لارو د لانجو په مخنيوي کي زيات کار کړی دی.

تر امریکا د متحده ايالتونو او جاپان وروسته آلمان د ملگرو ملتونو دريم غړی هيواد دی چي دغه نړیوالې ادارې ته زياتي پيسې ورکوي. آلمان د ۲۰۱۳م کال له پاره د ملگرو ملتونو عمومي بوديجې ته ۱۹۰ میليونه ډالره ورکړي دي. د دې تر څنگ آلمان د ملگرو ملتونو په نړیوالو امنيتي ماموريتونو کي هم مالي مرستي کوي. په دې ترڅ کي به آلمان د ۲۰۱۳ کال د جولای مياشتي څخه بيا د ۲۰۱۴م کال تر جون مياشتي پوري ۵۳۸ میليونه ډالر لگښتونه پر غاړه ولري.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستروېله، په ملگرو ملتونو کي د آلمان د غړیتوب د څلوېښتمي کليزي په مناسبت په دغه نړیواله اداره کي د آلمان رول ډېر مثبت بللی دی. نوموړي زياته کړې: «زموږ له پاره دا ډېره مهمه ده چي موږ د تر ټولو زياتو مالي مرستو ورکونکو په قطار کي پر دريم نمبر يو. بله دا چي موږ يوازي خبري نه کوو بلکه د ملگرو ملتونو سره په پياوړې عملي توگه مرسته کوو.»

د ملگرو ملتونو بیلگه غړی؟

د آلمان له خوا ملگرو ملتونو ته مرسته کیدونکي پېسې د دغه نړیوالي ادارې د غړيتوب حق العضويت دی. دا په دې معنی چي آلمان دغه پېسې په رضاکارانه توگه ملگرو ملتونو ته نه ورکوي بلکه لکه نور غړي بايد د خپل اقتصاد د پياوړتيا په حساب دغه پيسې تحويل کړي. د ملگرو ملتونو له پاره د آلمانۍ مؤسسې غرې بې آته واگنر، وايي چي د آلمان دا ادعا چي د ملگرو ملتونو په اقتصادي مرسته کوونکو کي پر دريم نمبر دی، په بشپړه توگه درسته نه ده. واگنر زياتوي: «هغه مالي مرستې چي آلمان په کې ځان پر دريم نمبر بولي د اقتصادي قوت په ړنا کي مکلفيتي حق العضويت دی. دا هغه څه دي چي د آلمان د اقتصاد له لوی والي سره تړلي دي. خو دلته هغه مالي مرستې هم مطرح کیږي چي رضا کارانه دي. په دغو رضاکارانه مرستو کي آلمان هيڅکله دومره مخ ته نه دی.»

آلمان د ملگرو ملتونو په جوړښت کي د اصلاحاتو په هيله

آلمان د ملگرو ملتونو د گڼ شمېر نورو غړو هيوادونو په څېر يو داسي غړی هيواد دی چي د امنيت په شورا کي دايمي غړيتوب نه لري. له همدې کبله په ملگرو ملتونو کي د آلمان آغېزه هم محدوده ده. آلمان له زيات وخت راهيسي د دې له پاره هڅې کوي چي د ملگرو ملتونو په جوړښت کي اصلاحات راوستل سي. آلمان په دې ترڅ کي هيله مند دی چي د امنيت د شورا دايمي غړيتوب به ترلاسه کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله لږ وخت مخکي د دې غوښتنه وکړه چي د امنيت د شورا جوړښت بايد د جيوپالتیک اوسنيو حالاتو سره سم پراخه کړل سي. آلمان د جاپان، هند او برازيل سره په گډه دا غوښتنه کوي چي د اصلاحاتو په ترڅ کي دي د امنيت د شورا د دايمي غړو شمېر لوړ کړل سي. دا چي ايا دغه کار به ممکنه سي که څنگه لا نه ده څرگنده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب