په ملګرو ملتونو کې د فلسطین لپاره مهمه ورځ
۱۳۹۰ مهر ۱, جمعهپه پام کې ده چې محمود عباس، او د اسرایل لمړی وزیر، بنیامین نیتن یاهو، به نن « جمعه» ملګرو ملتونو ته خپله وینا واوروي.
محمود عباس تر د مخه ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ته د وینا پر وخت به خپل غوښتنلیک وړاندي کړي. چې په ترڅ کې به یې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو څخه وغوښتل شي چې فلسطین دې د ملګرې ملتونو د مستقل او غړي هیواد په توګه ومنل شي.
د امریکا د متحده ایالاتو دیپلوماتان په دې هڅو کې دي چې فلسطیني مشرتابه د عریضې د وړاندې کولو څخه منع کړي. خو داسې ښکاري چې محمود عباس په خپل دریځ ټنیګ ولاړ دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن ویلي چې د جمعې په ورځ چې څه پیښیږي، امریکا تر هغې وروستې حالاتو ته خپله توجه متمرکزه کړې ده، خو هغې ویلې چې امریکا د دې هیله لري چې د فلسطین مشر دې له اسرایل سره نیغ په نیغه خبرې اترې شروع کړي.
د محمود عباس له لوري په شوي غوښتنلیک په اړه به د ملګرو ملتونو د ، امنیت شورې، خپله پریکړه کوي. د دغه غوښتنلیک د نه ویټو کیدو په صورت کې د ۱۵ غړو څخه باید ۹ غړې د هغې په ملاتړ راېې ورکړي.
خو د فلسطین له لورې د دغه عریضې په هکله د امریکا متحده ایالاتو لا د مخه ویلي دي چې هغوي به دغه غوښتنلیک ویټو کړي. د محمود عباس سلاکار، ماجدي الخالد، ویلي دوي هیله لري چې د دوي غوښتنلیک لپاره د منلو لپاره اړیني رایې به تر لاسه کړي.
په نیویارک کې د رامنځ ته شوي دیپلوماتیکو جوړ جاړیو په اړه ویل کیږي چې پر بوسنیا، ګبون او نایجریا باندې د امریکا له خوا زور دی چې دهغې پر ضد خپله رایې وکاروي.
خو د اروپایې اتحادیې مشر، هرمن فان رومیویې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې د فلسطین او اسرایل څخه غوښتي دي چې دواړه هیوادونه دې ژر تر ژره د خبرو اترو لاره خپله کړي.
دویچه ویله/ سیدریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی