1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملکي الوتکه کي افغانستان ته سفر

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

د المان د دفاع وزير، توماس ديميزير په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېد لی، چي هلته افغان ځواکونو ته د امنيتي مسئوليت د سپارلو بهير له نژدې څخه وگوري.

https://p.dw.com/p/16h2g
انځور: dapd

يوې المانۍ ژورنالستي، چي له ديميزير، سره د افغانستان په سفر کي ملگرتيا کوي، ويلي دي، چي ديميزير به په دې سفر کي نه يوازي له الماني سرتيرو سره چي ډيری يې د افغانستان په شمال کي مېشته دي له نژدې وگوري، بلکي له افغان سياسي او پوځي چارواکو سره به هم خبري اتري وکړي.

دغي ژورنالستي چي نوم يې نه دی اخيستل شوی وويل: «ديميزير په لومړي سر کي غواړي چي پوه شي، چي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسئوليت د سپارلو پروسه څه ډول پر مخ روانه ده.»

دغه راز په راتلونکې کي له افغان ځواکونو سره د المان د پوځ ملاتړ هم د دغو خبرو اترو مهمه موضع ده.

ديميزير چي د هغه د خپلي وينا له مخي تر اوسه پوري يې لس واري افغانستان ته سفر کړی دی، مزار شريف ته په يوه ملکي الوتکه کي الوتی دی، او له هغه ځايه به کابل ته سفر وکړي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، چي په يوه ملکي الوتکه کي افغانستان ته د المان د دفاع زير سفر، دا ښيٍي چي هلته امينتي وضعيت مخ پر ښه کيدو دی. تر دې مخکي چي به د المان حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته سفر کاوه، لومړی به د ازبکستان د ترمز تر ښاره پوري په ملکي الوتکه کي الوتی او وروسته به يې په يوه پوځي الوتکه کي افغانستان ته سفرکاوه، چي د احتمالي توغندي بريدونو څخه ځان وساتي.

د المان د دفاع وزير توماس ديميزير له خپل افغان سيال بسم الله محمدي سره د خبري غونډي پرمهال
د المان د دفاع وزير توماس ديميزير له خپل افغان سيال بسم الله محمدي سره د خبري غونډي پرمهالانځور: dapd

د ازبکستان د ترمز سرحدي ښار افغانستان ته د المان د پوځي اکمالاتو له پاره خورا اهميت لري.

مخکي تر دي چي د المان د دفاع وزير د افغانستان پر لور سفر وکړي په برلين کي يې خبريالانو ته د ۲۰۱۴ کال په پای کي د المان په گډون نړويال پوځي ماموريت د پای ته رسېدو په هکله وويل: «موږ له افغانستان څخه په منظمه او خوندي توگه د خپلو پوځونو د راايستلو له پاره تياری نيولی دی.» ديميزير يادونه وکړه چي تر هغه پوري به المان د افغانستان په شمال کي خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکړي او خپل محکښ رول به خوندي وساتي.

د آلمان د دفاع وزير وويل چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هلته يو بل ډول ماموريت پيل شي، چي مهمه برخه به يې د افغان ځواکونو ملاتړ، او هغوی ته سلا مشورې ورکول وي».

Afp,dpa/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل