په مصر کې ښايي د اساسي قانون په سر ريفرندم وځنډيږي
۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبهاعلان
په مصر کي د اساسي قانون د مسودې په باب تر سره کیدونکی ریفرندم امکان لري چي وځنډیږي. د ولسمشر مرستیال محمود مکي، که څه هم پلان سوی مهلت تائید کړ، خو ویې منله چی کیدای سي هغه د یوې بلي موافقې پواسطه بدلون ومومي.
سربیره پر دې د انتخاباتي کمیسیون مشر اسماعیل حمدي، اعلان وکړ، چي په بهرنیو هیوادونو کي اوسیدونکي مصریان به د شبنې په ورځ نه، بلکه د راتلونکي چهارشنبې د ورځې څخه خپلي رایې وکارولای سي.
ولسشمر محمد مرسي اپوزيسون ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو، خو اپوزیسیون دغه وړاندیز رد کړی دی. هغوی د ریفرندم لغوه کیدل غواړي. د جمعې په ورځ په لسگونو زرو کسانو په پلازمینه قاهره کي د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته احتجاجونه تر سره کړي وو.