په مصر کې لا هم لاریونونه ادامه لري
۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبهد یکشنبې په ورځ په مصر کې د دموکراسي غوښتونکو پلویانو په دغه هیواد کې د نوي پاڅون خبرې کړې ده. د مظاهره کوونکو په وینا د دغه هیواد د درې لسیزو څخه د زیاتې مودې واکمن حسني مبارک ته د لاریون کوونکو د وژنو په تور سمه سزا نه ده اورل شوي.
د یکشنبې په ورځ د مصر د التحریر په څلور لارې کې په دویمه ورځ هم په زرونو کسانو احتجاج وکړ او په وینا ئې مبارک ته باید د مرگ سزا اورل شوی وای. د جمعې په ورځ ۸۴ کلن حسني مبارک او د هغه د کورنیو چارو وزیر حبیب العادل ته د تیر کال د فیبروري په میاشت کې د شاوخوا ۹۰۰ مظاهره کوونکو د وژلو په تور د مصر یوې محکمې د عمري بند سزا اورلې وه. د یکشنبې په ورځ د مصر لوی څارنوال هغو شپږو امنیتي چارواکو پر ضد چې د جمعې په ورځ ئې د محکمې څخه برأت تر لاسه کړای وو بیا دعوه دایره کړې ده او پر هغوی د هیواد څخه د باندې وتلو باندې بندیز وضعه شوی دئ.