1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د چاړه بريد دوې آلمانۍ ښځې وژلي دي

۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبه

په الغردقه ښار کې ساحل ته څېرمه پراته د يوه هوټل په ساحه کې يوه بريدګر پر ډېرو خلکو باندې د چړو بريد وکړ چې دوې آلمانۍ ښځې يې ووژلې. دغه سړی خپله بيا ونيول شو.

https://p.dw.com/p/2gadt
Ägypten Messerattacke in Hurghada
انځور: Reuters

د مصر دولتي معلوماتي سرويس خبر ورکړ چې دواړه وژل شوې ښځې آلمانۍ دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دغه خبره د سهار له خوا تائيد کړه. دا لا څرګنده نه ده چې آيا دغه ښځې سيلانيانې وې يا دا چې په دوامداره توګه يې په دې تفريحي سيمه کې ژوند کاوه.

د ياد وزارت يوې وياندې په برلين کې وويل: «موږ اوس د خواشينۍ وړ ډاډ تر لاسه کړی چې دوې آلمانۍ سيلانيانې د غردقه ښار په بريد کې وژل شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان پخواني افتخاري قونسل، پېتر يورګن ايلي، د آلمان خبري اژانس ته ويلي ول چې ده دواړې ښځې پېژندلې او دا چې هغوی په دوامداره توګه په دغه ځای کې مېشتې وې يعنې سيلانيانې نه وې.

د قربانيانو د اصل او هويت په هکله هم لومړی ضد و نقيضې خبرې شوې وې. د مصر خبري صفحې «المصري اليوم» لومړی خبر ورکړی و چې وژل شوې مېرمنې له اوکراين څخه وې، وروسته بيا د ځايي سرچينو په حواله وويل شول چې قربانيانې آلمانۍ دي. څلور نور کسان هم ژوبل شوي دي چې هويت يې لا څرګند شوی نه دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دغه پېښه غندلې او «ډارن او ټيټ» عمل يې بللی دی.

بريد کوونکی د سمندر له خوا راغی

د مصر د بهرنيو چارو د وزارت د يوې خبرتيا له مخې بريدکوونکی له يوې عامې ساحې څخه د هوټل تر ساحې پورې د اوبو د لارې ورغلی وو او بيا يې د يوې چاړې په واسطه د سيلانيانو په مختلفو ډلو باندې بريدونه کړي ول. د «المصري اليوم» صفحې د «الپالاسيو» هوټل د مېنجر نقل قول راوړی دی، چې له مخې يې بريدګر د يو بل هوټل په ساحه کې هم پر سيلانيانو بريد کړی وو، مخکې له دې چې د ده هوټل ته يې بيا مخه کړې وه.

هلته نوموړی د امنيتي کارکوونکو او مېلمنو له طرفه ودرول شو. بريدګر ورپسې ونيول شو، خو د هغه د بريد لامل لا څرګند شوی نه دی. د مصر د کورنيو چارو د وزارت يوه کارکوونکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «عامل کېدای شي لېونی يا ناروغه وي، خو اوس لا وختي ده څو په دې اړه څه وويل شي». له بريدکوونکي څخه پوښتنې ګروېږنې دا مهال روانې دي. په دې ترڅ کې کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.06.2017):