په مصر کې د پاڅون پر وخت نیول شوي بندیان بخښل شوي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۸, سهشنبهاعلان
په مصر کې د پاڅون پر وخت نیول شوو کسانو ته د عامې بخښنې اعلان شوی دئ. د مصر ولسمشر محمد مرسي د ټولو هغو کسانو له پاره چې د حسني مبارک د واکمنې په دوران کې له انقلاب څخه د ملاتړ په تور بندیان شوي وو، د عامې معافی اعلان کړی دئ. خو په دې بخښنه کې هغه کسان شامل نه دي چې د قتل په جرم محکوم شوي دي. اټکل کیږي چې شاوخوا پنځلس سوه تنه به د دغه بخښنې په ترڅ کې له زندان څخه آزاد شي.