په مصر کې د مرسي په پلوي مظاهرې وشوې
۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعهد مرسي د پلویانو تر مظاهرو لږ مخکې د قاهرې په اسمان کې پوځي جټ الوتکې تر سترگو کیدې. تر دې مخکې مرسي په یوه ثبت شوي پیغام کې له خپلو پلویانو څخه غوښتي وو چې د هغه له قانوني ټاکنې څخه ملاتړ وکړي.
اوس چې د مرسي په زرهاوو تنه ملاتړ کوونکي د رابعه العدویه مسجد پر وړاندې سره راټول شوي دي په مصر کې د تاوتریخوالي د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو گواښونه رامنځ ته شوي. د مرسي د پویانو د اجتماع سیمې ته نزدې ډیر شمیر پوځي موټر هم تر سترگو کیدل.
د مصر پوځ ویلي دي د سوله ییزو مظاهرو د حق درناوی کوي، خو په عین حال کې یې گواښ کړی دی چې له هغو کسانو سره به قانوني برخورد وکړي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
له بلې خوا د بشري حقونو د څار ادارې په عاجل ډول په مصر کې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو د څیړنې غوښتنه کړې ده. د دغې ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې شواهد ښيي چې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې مظاهره کوونکي، اسلامپاله او په ځینو مواردو کې ان پوځ مسوول پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پوځ اوس د اخوان المسلمین د گونډ ډیر شمیر لوړ پوړي چارواکي نیولي دي. پخپله مرسي هم له چهارشنبې ورځې راهیسې په یوه نامعلومه ځای کې ساتل کیږي. پر مرسي باندې ښايي په ۲۰۱۱ کال کې د حسنې مبارک د رژیم تر راپرځیدو وروسته له زندان څخه د تښتیدو تور ولګول شي. په همدې حال کې پوځ د اخوان المسلمین د ګوند د څه نا څه ۳۰۰ غړو د نیولو امرونه هم صادر کړي دي.
مرسي د چهارشنبې په ورځ له واکه ګوښه شو. په دې ورځ پوځ د مرسي د واکمنۍ دوره پای ته ورسوله او د مصر اساسی قانون یې لغوه اعلان کړ.
په مصر کې یوه قضایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اخوان المسلمین له نیول شویو غړو څخه به د پوښتنو بهیر د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې ورځ پیل شي.
په مصر کې د مرسي تر گوښه کیدو وروسته د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو ویره رامنځ ته شوې ده. ډیر شمیر اسلامپالو په واضیح ډول د زور زیاتي گواښ کړی دی. د جمعې په ورځ وختي هم د اسلامپاله افراطیانو له خوا یو تن مصري سرتیری ووژل شو.
همداراز تر هغه لږ وروسته چې د ادلي منصور د مصر د موقت ولسمشر په توگه لوړه وکړه د دغه هیواد په ډیرو برخو کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو خبرونه ورکړل شول.
د مصر په زقازیق ښار کې هم د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې دي چې په پایله کې یې له ۸۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوي دي.