په مصر کې د مرسي پر ضد لاریونونه تر سره شوي
۱۳۹۱ آذر ۴, شنبهاعلان
په مصر کې د ولسمشر محمد مرسي، له لوري د زیات واک د خپلولو په غبرگون کې لا هم لاریونونه ادامه لري. د شنبې په شپه د مرسي په سلگونو تنه مخالفین د پلازمینې قاهرې د تحریر میدان په څلور لارې کې پاتې شول، تر څو خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړي.
د جمعې په ورځ په دغه میدان کې په زرگونو کسانو د مرسي پر ضد احتجاجونه کړي وو. په یو شمیر ښارونو کې د ولسمشر د پلویانو او مخالفینو تر منځ اخ او ډب هم رامنځ ته شوی دی. محمد مرسي د یوه فرمان په خپرولو سره د خپلو فیصلو پر وړاندې قضایي مخالفت غیر قانوني اعلان کړی.