1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د فوټبال لوبې پرمهال ۲۲ کسان وژل سوي دي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۰, دوشنبه

په مصر کې هغه مهال ۲۲ کسان ووژل شول چې د فوټبال په زرونو مینه والو یوه ستیدیوم ته د يوې لوبي ليدلو ته د تگ هڅه وکړه. له دې سره گډوډي رامنځ ته شوه او پولیسو پر خلکو باندي اوښکي بهوونکی گاز وکاروه.

https://p.dw.com/p/1EYAu
انځور: STR/AFP/Getty Images

عیني شاهدان او د روغتون اسناد ښيي چې ډیری کسان تر پښو لاندي کیدو وروسته وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د پیښي په قربانیانو کې ځیني داسې کسان هم شته چې مغزی یې ماته شوي وې. د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې پيښه کې ۲۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

پر گډوډیو سربیره هم لوبي دوام لاره چې د ډیرو مینه والو د غوسې سبب شوه. د مصر حکومت اوس مجبور شوی دی چې د دغه هیواد د فوټبال د غوره لیگ سیالۍ تر یوه نامعلومه وخت پوري وځنډوي.

گډوډۍ د زمالک او انبي لوبډلو تر منځ د لوبې پر مهال رامنځ ته شوه. خلکو کولای شوای چې په آزاده توگه دغه لوبه وویني. تر دې دمخه په ۲۰۱۲م کال کې هم د فوټبال په یوه لوبه کې تر۷۰ زيات کسان ووژل شول.

د مصر د کورنیو چارو وزارت د شنبې ورځي لوبي د لیدو له پاره یوازي د ۱۰۰۰۰ کسانو د ورتگ اجازه ورکړې وه. د لوبي ټول ټیکیتونه ډیر ژر تمام شول، او په زرونو تنه مینه وال و نه توانیدل چې ټیکیټونه ترلاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ډیرو بې ټيکټه مينه والو هڅه وکړه چې د ستیدیوم تر دیوالونو ورواوړي او لوبه وویني.

د زمالک لوبډلي مينه والو پر پولیسو باندي فشینگونه وغورځول چې پولیسو یې هم پر وړاندي غبرگون وښود او اوښکي بهوونکی گاز يې وکاراوه. یوه عیني شاهد د فرا نسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د پولیسو یوه موټر اور واخیست، او هغوی پر خلکو باندي اوښتکي بهوونکی گاز او چره يي مرمۍ کارولې.»

یوه بل عیني شاهد مصطفی ابراهیم، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «پولیسو د فوټبال پر ډیرو مینه والو باندي په یوه تنگه سیمه کې اوښکي بهوونکی گاز وکاروه. خلکو د تیښي په حال کې یو او بل تر پښو لاندي کړل.»

د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته په ۱۹ وژل شویو کسانو کې د مرمیو ټپونه نه دي موندل شوي. چارواکو زیاته کړې ده چې د ډیرو کسانو ټپونه د تر پښو لاندي کیدو او مغزي د ماتیدو له کبله رامنځ ته شوي دي.

د مصر حکومت د فوټبال پر مینه والو باندي د گډوډیو تور لگولی دی او په دې هیواد کې یې د فوټبال غوره لیگ تر یوې نامعلومه مودې ځنډولی دی. د حکومت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د دغه شان خواشینوونکو پیښو له کبله پریکړه شوې ده چې لیگ تر بلي پریکړي پوري وځنډول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیری مصریان د پیښې پړه پر پولیسو باندي اچوي، چې گويا د وضعیت په کنترول کې پاتې راغلي دي.

Ägypten Fußball fünf Tote bei Krawallen
انځور: STR/AFP/Getty Images