په مصر کې اخ او ډب ادامه لري
۱۳۹۲ تیر ۸, شنبهد مصر هیواد د رسمي چارواکو د وینا له مخې په اسکندریه کې د دوو کسانو د وژل کیدو سربیره ۸۵ تنه هغه وخت ټپیان شول چې د مرسي ضد احتجاج کوونکو د اخوان المسلمین د ګوند دفتر ته اور ورته کړ.
د جنرال امین عزیزالدین، په نوم یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي د جمعې په ورځ د یوه امریکايي وګړي د وژل کیدو خبر ورکړی وو. عزیزالدین د رویټرز خبري آژانس ته ویلي وو: «هغه په نښتو او پیښو کې د حضور درلودو په ترڅ کې ټپي شوی وو. هغه په سینه کې د لګیدو وروسته بیهوشه شو او د امبولانس پواسطه روغتون ته انتقال شو.»
د تازه رپوټونو له مخې دریم کس د پورټ سعید په ښار کې د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی. پر دې سربیره په دغه ښار کې د لسو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. چارواکي د چاودنې د علت په اړه معلومات نه لري خو د مرسي ضد احتجاج کوونکي وایي چې د چاودنې غږ یې اوریدلی دی.
مخ پر زیاتیدونکي اندیښنې
په مصر کې په نورو سیمو کې هم د ترینګلتیا د ډیریدو اندیښنې موجودې دي. د بیلګې په توګه د مصر په پلازمینه قاهره کې د مرسي په زرګونو تنو پلویان د ستر جومات مخې ته راغونډ شوي ول، تر څو د مرسي د ولسمشرۍ د مشروعیت څخه دفاع وکړي. د قاهرې په تحریر میدان کې د مرسي مخالفینو بیا په ستر احتجاج لاس پورې کړی او د هغه د ګوښه کیدو شعارونه یې ورکول.
د دیلتا په ولایت کې د نښتو په ترڅ کې هم په لسګونو کسان ټپیان شوي دي. په روانه اوونۍ کې په مصر کې د اخ او ډب په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې د تاوتریخوالي پیښو ته په کتو سره، امریکایي اتباعو ته مصر ته د غیر ضروري سفر څخه د مخنیوي خبرداری ورکړی دی. په مصر کې د متحده ایالاتو د سفارت غیر ضروري پرسونل او کورنیو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د وضعیت د ښه کیدو پورې له دغه هیواد څخه ووځي.
په مصر کې مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا د واکمن اسلامپالو او مخالفینو چې زیاتره یې سیکولار دی، تر منځ د ژور اختلاف ښکاروندې کوي. ډیر کسان اوس له دې څخه اندیښنه لري چې د سیاسي اختلافاتو د لمن پراخیدل به ښایي د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاته کړي. حتې مصري مشران هم د امنیتي وضعیت په اړه انديښنه لري. د بیلګې په توګه د مصر د مذهبي چارو مخکښ مقام، د جمعې په ورځ پر مصریانو د آرامه پاتې کیدو غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې دغسې تاوتریخوالی په «کورنۍ جګړې اوښتی» شي.
د مرسي مخالفین هغه د انقلاب د هیلو په پوره کې پاتې بولي. هغوی همداشان د مرسي حکومت پر دې تورنوي چې د هیواد په اقتصادي او اجتماعي وضعیت کې یې ښه والی نه دی رامنځ ته کړی خو په عین وخت کې خپل قدرت پیاوړې کوي. د مرسي پلویان بیا غواړي چې دی تر ۲۰۱۶م کاله پورې خپله څلور کلنه دوره پای ته ورسوي.