1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي مذهبي لږه کي تر سخت فشار لاندي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه

په مصر کي د حسنی مبارک د واکمنۍ تر ړنگېدو وروسته د لږه کيو په ژوند کي ښه والی نه ليدل کيږي. په دغه هيواد کي داسي مذهبي لږه کي سته چي نه غواړي په عام محضر کي را ښکاره سي، ځکه پر ځان باندي له بريدونو بېره لري.

https://p.dw.com/p/16bA7
انځور: AP

په مصر کي د سونیانو له خوا د شیعه لږه کيو په مقابل کي له تعصب څخه کار اخیستل کیږي. د جولای په مياشت کي يو شعيه مسلمان، ځکه د يوه کال له پاره زندان ته واستول سو، چي په مسجد کي ئې د لمانځه پرمهال پر ډبره باندي سجده لگوله.

د شعيه فعالينو يو تن فعال چي ځان محمد غونیم ښيي وايي، چي د بې عدالتۍ پر وړاندي مبارزه کوي. هغه د هغه ځوان چي محمد عصفور نوميږي او اوس په بند کي دی کيسه کوي او وايي:

«د هغه د مېرمني کورنۍ له هغې څخه وغوښتل چي خپل له مېړه څخه طلاق واخلي. چي دا کار هم تر سره سو. خو وروسته یې هم د ده په مقابل کي د تعصب څخه کار اخیست. بلاخره یې دی هغه وخت محبس ته ولېږه، چي پولیسو ته له دې کبله ور وستل سو چي عصفور په مسجد کي د اسلامي قوانینو پر اساس عبادت نه کوي.»

په مصر کی د شیعه ګانو پر ضد تعصب د دوو دلایلو له امله کیږي، اول دا چي پر دوی ټولو باندي دا تور لګول کیږي چي له ایران شیعه ګانو سره ټینګي اړیکي لري او له بلي خوا په ایران کي د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسي د دغو دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي سختي ترینګلي سوي دي، ځکه نو اوس په مصر کي شیعه ګان ځان په خطر کي بولي.

په دغه هيواد کي د اخوان المسلمین او سلافیانو په انتخاباتو کي تر ډېر اکثریت په لاس راوړلو وروسته شیعه ګان نور هم تر فشار لاندي سول. حتی د ال اذهر په پوهنتون کي هم د دوی په مقابل کی سخت فعالیتونه روان دي. هلته داسي دولتی کتابونه وېشل کيږي چي پکښي د شیعه ګانو عقېدې ته سپکاوی سوی او هغه غلطه بولي.

محمد غونیم وايي: «دغه کتابونه نه یوازي د ال اذهر په پوهنتون کي، بلکي په ټولو دولتي ښوونځيو کي هم تدریسيږي. په دې ډول نو هغوی د اکثریتو لاسونو ته لویږي. بیا به نو سړی له هغو کسانو څخه څه تمه ولري، چي د زده کوونکي په توگه یې دغه ټول کتابونه لوستي وي!»

په دغه هيواد کي د بهايي په نامه یو بل مذهبي لږه کی هم ژوند کوي. دوی د مختلفو مذهبونو یوه مجموعه ده. په رسنیو کي پرهغو باندي د کافرانو تور لګول کیږي. او ځیني وخت له اسرائیلو سره تړاوه ورکول کیږي.

لنډه دا چي په اوس وخت کي د شیعه ګانو او بهایانو له پاره په مصر کي کومه روښانه راتلونکې نه تر سترګو کیږي. اخوان المسلمین به له ټولو هغو امکاناتو څخه کار واخلي، چي د شیعه ګانو او بهایاو عقیده په دغه هیواد کي نوره وده ونه کړي.

ماتيياس/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل