1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د ټاکنو د ترسره کېدو وخت اعلان شو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۸, سه‌شنبه

په راتلونکو شپږو مياشتو کي به مصر نوی اساسي قانون ولري او په دغه هيواد کي به ټاکني هم تر سره شي. د مصر موقت جمهور رئيس عدلي المنصور، ویلي دي چې د «اصلاح شوي اساسي قانون» په اړه به یوه ټول پوښتنه هم ترسره شي.

https://p.dw.com/p/194Ar
Egypt's chief justice Adly Mansour delivers a speech during his swearing-in ceremony as the country's interim president in the Supreme Constitutional Court. in Cairo on July 4, 2013, a day after the military ousted and detained Mohamed Morsi following days of massive protests. The ceremony, which was broadcast live on national television, came after the military swept aside Morsi on Wednesday, a little more than a year after the Islamist leader took office. AFP PHOTO / KHALED DESOUKI (Photo credit should read KHALED DESOUKI/AFP/Getty Images)
Ägypten Adli Mansour Vereidigungانځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

منصور (چې په انځور کې ښوول شوی دی) د مصر له سیاسي ډلو سره تر سلا مشورو وروسته د دوشنبې په ورځ د اساسي قانون په اړه خپله اعلامیه واوروله. په دې اعلامیه کې راغلي دي چې ۱۵ حقوق پوهان به د ۱۵ ورځو په ترڅ کې د مصر پر اساسي قانون باندې کار پیل کړي. دغه قانون تر دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د مصر د گوښه شوي ولسمشر محمد مرسي له خو پکښې بدلون راوستل شوی وو.

پر دې سربیره د مصر موقت ولسمشر وویل چې په دغه هیواد کې به د جنوري تر میاشتې پورې د «اصلاح شوي اساسي قانون» په اړه یوه ټول پوښتنه او پارلماني ټاکنې ترسره شي. د ټاکنو له پاره یوه مشخصه نیټه به وروسته اعلان شي.

په لسهاو تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي

د دوشنبې په ورځ په مصر کي لږ تر لږه ۵۱ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. دغو کسانو د مرسي په پلوي مظاهرې کولې. دغه مظاهره کوونکي هغه وخت ووژل شول چې د «جمهوري گارد» د مرکز مخي ته د احتجاجونو پر مهال پر هغوی باندې ډزې وشوې. ویل کیږي چې پوځ د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په همدې ځای کې ساتي.

پوځ ویلي دي چې هغوی هغه وخت پر مظاهره کوونکو باندي ډزې وکړې چې هغوی دې مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه.

تر دې وروسته د اخوان المسلمین گوند پر مصریانو باندي غږ وکړ چې د «پوځ پر ضد ودریږي ځکه پوځ غواړي د ټانکونو په واسطه د هغوی آزادي سلب کړي.»

پر دې سربیره دې ډلې له نړیوالو څخه وغوښتل چې د مصر په چارو کې مداخله وکړي او د لا ډیرو عام وژنو مخه ونیسي. اخوان المسلمین ویلي دي چې په عربي نړۍ کې د یوې بلې سوریې د رامنځ ته کیدو مخه باید ونیول شي.

پر دې سربیره اسلامپاله النور گوند هم ویلي دي چې د دوشنبې تر وژنو وروسته به د مصر لو نوي رهبرۍ سره خبري اتري و نه کړي. دغه گوند تر دې مخکې ویلي ول چې غواړي د مصر له موقت حکومت سره کار وکړي.

په مصر کې د دوشنبې ورځ په پېښه کې همداراز ۴۵۳ کسان ټپیان شوي هم دي. پر دې سربیره پوځ شاوخوا ۲۰۰ کسان نیولي هم دي. ملگرو ملتونو او د مصر موقت حکومت د دغي پېښي په اړه د مستقلو څېړنو د ترسره کولو امر کړی دی.