1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د سلفيانو گوند منحل سوی دی

۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17CJY

په مصر کي د محافظه کارو سلفیانو النور ګوند تر میاشتو میاشتو داخلي مبارزې وروسته پاشل اومنحل سوی دی. د النور د ګوند پخواني مشر احمد عبدالغفور ویلي دي چي دی به د الوطن په نامه یو نوی ګوند تأسیس کړي او په دې ډول به یو نوی فصل پرانیزي. د دې دمخه د سلفیانو په منځ کي د علماوو د شورا د رول په باب اختلاف نظر موجود وو، چي د حزب د تاسیسیدو پر مهال له هغه څخه دفاع کیده. عبدالغفور د حزب او مذهبي شورا د جلاوالي غوښتنه کوي. سلفیان په مصر کي تر اخوان المسلمين وروسته دوهم لوی سیاسي قوت دی او تر هغوی نورهم محافظه کاره دي.