په مصر کي د انتخاباتو د ګټونکي اعلانېدل وځنډول سول
۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبهاعلان
په مصر کي د جمهوري رياست د انتخاباتو نتایج چي باید نن اعلان سوی وای، راتلونکو ورځوته وځنډول سول. انتخاباتي کمېسیون خبر ورکړی دئ چي د دواړو کاندیدانو په اړه شکایتونه باید تر څېړني لاندي ونیول سي. په دې اړه نوی تاریخ لا تر اوسه پوري نه دئ ټاکل سوی. د تېري یکشنبې په ورځ تر پارلماني انتخاباتو وروسته د اخوان المسلمین ګوند د دوشنبې په ورځ لا خپل کاندید محمد مورسي د ګټونکي په حیث اعلان کړ. د ده د ګوند په حواله مورسي په دغو انتخاباتو کي ۵۲ رايي وړي دي. خو د هغه حریف احمد شفیق بیا دغه خبره رد کړه. شفیق د پخواني واکمن حسني مبارک له پلویانو څخه شمېرل کیږي. ځکه نو زیاتره مصریان هغه ته د پخواني حکومت د استازي په سترګه ګوري.