په مصر کي بيا د مظاهرو پر مهال تاوتريخوالی
۱۳۹۲ تیر ۲۵, سهشنبهپه قاهره کې د دوشنبې په ورځ هم د مرسي د پلویانو او پولېسو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. دغه نښتې هغه وخت وشوې چې مظاهره کوونکي تر روژه مات وروسته سړکونو ته راووتل او د پوځ پر ضد يې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.
دا په قاهره کې د لسهاوو تنو مظاهره کوونکو تر وژل کیدو وروسته د تاوتریخوالي لومړۍ پېښي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیا ویلیم برنز، د یوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې مصر ته رسیدلی دی.
دغه امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ د مصر د انتقالي حکومت له چارواکو سره ولیدل. برنز مصر ته تر رسېدو وروسته وویل: «زه مصر ته له امریکايي حل لارو سره نه یم راغلی. زه دلته همداراز کوم کس ته د لکچر ورکولو په موخه هم نه یم راغلی. موږ نه غواړو چې پر مصر باندي خپل مدل وتپو.»
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې امریکا به د مصر په موضوع کې د کوم ګوند او یا هم وګړي پلوي و نه کړي. هغه وویل: «حقیقت خو دا دی چې یوازي مصریان کولای شي چې هغه اړیني سختې پریکړې وکړي چې د یوې دیموکراتي او داسې ټولني د جوړیدو له پاره ضروري دي چې پکښې زغم موجود وي او ټول کسان پکښې ونډه ولري.» دغه امریکایي چارواکي همداراز وویل چې امریکا به تل د مصر یو نژدې متحده پاته شي.
برنز مصر ته د خپل سفر پر مهال د اخوان المسلمین له استازو سره ونه لیدل. د دغه ډلي پلویان غواړي چې د مصر راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، یو ځل بیا واک ته ورسیږي. په همدې حال کې برنز د «تمرد» خوځښت له استازو سره هم و نه لیدل. دغه خوځښت له لومړي سره د مرسي پر ضد مظاهرې پیل کړې او تر هغه وخته پورې په سړکونو کې پاته شول چې مرسي د پوځ له خوا له واکه ګوښه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د اخوان المسلمین پلویانو پر امریکا متحده ایالاتو باندي تور لګولی دی چې د مرسي د راپرځولو اصلي پلان یې جوړ کړی دی او پوځ یوازي هغه پلي کړی دی.
د اخوان المسلمین ویاند فرید اسماعیل، وویل: «امریکايانو پوځي کودتا وکړه. هغوی نه یوازي نوي مشران په رسمیت وپیژندل، بلکې هغوی [امریکایانو] کودتا عملي کړه. موږ په دې خبره پوهیږو او په اړه یې دقیق معلومات لرو.»
په همدې حال کې برنز د مصر له پوځ څخه وغوښتل چې د سیاسي ډلو د مشرانو له نیولو څخه لاس واخلي. هغه همداراز د مرسي پر پلویانو باندي غږ وکړ چې په سوله ییز سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.