په مسکو کي د پوتين په پلوي او پر ضد لاريونونه وسول
۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبهاعلان
په روسيه کي د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه يوه مياشت مخکي د شنبې په ورځ د لومړي وزير او د ولسمشرۍ د کانديد ولاديمير پوتين پر ضد یو ستر لاريون تر سره سو. دغه لاريون چي د روسيې په پلازمېنه مسکو کي جوړ سوی وو پکښي د تنظيم کوونکو په وينا پر سخت يخ سربيره تر يو لکو زياتو کسانو ونډه اخيستې وه.
احتجاج کوونکو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي د شفافيت او انصاف غوښتنه کوله. له دغه احتجاج څخه په لږ واټن کي د پوتين پلويانو يو لاريون تر سره کړ چي د پوليسو په وينا پکښي تر ۹۰ زرو زياتو کسانو برخه اخيستې وه. د پوتين مخالفين د تيرو پارلماني ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه هم کوي.