1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کي د ترورستي بريدونو په هکله د نړيوالو مطبوعاتو تبصرې

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

دمسکو ترمځکي لاندي اورګاډو په دو ستيشننو کي دځانمرګي ددو چاودنو څخه وروسته، چي ښايي ځانمرګي د شمالي قفقاز دوې مېرمني وي، اوس د روسيې امنيتي او استخباراتي مقامات په دې لټه کي دي، چي ددغي پيښي تر شاکسان پیدا کړي...

https://p.dw.com/p/MhX9
د بريدونو قربانيانو ته د ګلو ګېډۍ ايښول سوي
د بريدونو قربانيانو ته د ګلو ګېډۍ ايښول سويانځور: picture alliance/dpa

په داسي حال کي، چي زياتره ګومان کيږي دغه تروريستي د شمالي قفقاز د ياغیانو کار وي. خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير Sergej Lawrow وايي، چي کيداي سي په دغه پېښه کي د القاعدې د نړیوال اسلامي تروريستي سازمان لاس هم وي.

په مسکو کي د پرون ورځي د تروريستي ګوزار عمل چي د یوه وروستي خبر له مخه په دغه پېښه کي لږ تر لږه 38 کسه وژل سوي او له 60 څخه زیات کسان ټپیان سوي دي ، په نړیواله سويه سخت غندل سوی او په نړیوالو مطبوعاتو کي هم په دې هکله ډیري تبصري سوي دي.

دمثال په توګه د La Croix په نامه کاتو لیکي فرانسوي ورځپاڼه پخپله ننۍ ګڼه کي لیکي: د روسيې د دولت مشر ميدويدوف او ددغه هیواد لومړی وزير پوتين دواړو څرګنده کړې ده، چي موږ به ددغي پیښي ګرمو کسانو ته سخته سزا ورکړو.‎، خو خبره داده چي د تروريزم سره مبارزه یواځي به زرور او سلاو سره نسي تر سره کيدای.

دا کار نه په افغانستان کي کيدای سي، او نه هم د ورسيې دقفقاز په سيمه کي. مهمه او اساسي خبره به داوی، چي ددغه سیمو د اوسیدونکوسره داسي مرستي وسي، چي هغوی راتلونکي ژوند ته اميدواري پیدا کړي. د تروريستانو ريښې دفقر او نا اميدیو سره تړاو لري. که چيري د فقر او نااميدیو سره مبارزه وسي، نو دتروريزم ريښې به له منځه ولاړي سي.

د مسکو په ترورستي بريدونو کي پو ټپي سوی ځوان
د مسکو په ترورستي بريدونو کي پو ټپي سوی ځوانانځور: picture alliance/dpa

يادDernieres Nouvelles d Alsace په نامه يوه بله فرانسوۍ ورځپاڼه په مسکو کي د تروريستي ګوزارونو دپيښي په اړه په یوه تبصره کي لیکي: روسیه هيڅکله په دې نه ده توانيدلې، چي د قفقاز په سيمه کي خپل ولایتونه د روسي د خاوري سره ګډ کړي.

له بله پلوه په دغه سيمه کي اوس اسلامي تند لارو ريښي غزولي او دجهاد او شهادت ناري يې را پورته کړې او دوی خپله دغه ناره دهغه پاڅون او مقاومت سره تړي، چي څه نه څه 200 کلني تاريخ لري. نو په دې صورت کي که چيري داسلامي مقاومت لمن پراختيا ومومي نو نه یواځي لويديځ هیوادونه دا دځان دپاره یو خېر بولي بلکي روسان هم له هغه څخه په ویره کي دي. همدا علت دی، چي روسان د ترهګرۍ یا تروريزم سره په مبارزه کي د لويدیځو هیوادونو سره ګډ کار غواړي او په دې اړوند د یوه ګډ دښمن څخه خبري کيږي.

دNeuen Presse په نامه آلماني ژبه ورځپاڼه هم د مسکو ترمځکي لاندي ګاډو په دووتم ځایونوکي د تروريستي ګوزارونو په هکله تبصره کړي او کاږي : سل په سلو کي امنیت نسته او تر هغه وخته پوري به په مسکو کي سم امنیت نه وي تر څو چي، په شمالي قفقاز کي سوله او ثبات نه وي ټينګ سوي. که څه هم داسي ښکارې ده، چي په چچينيستان کي به جګړې پای ته رسيدلي وي، خو رښتيا خبره داده، چي جګړه په دغه سیمه کي پای ته نه ده رسيدلي بلکي د جګړې لمن له چچينيستان څخه نورو سیمو ته هم غزېدلې ده.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل