په مزار شریف کې د آلمان نوي قونسلګري پرانیستل شوه
۱۳۹۲ خرداد ۱۹, یکشنبهپه دغه مراسمو کې له ویستر ویله سره د افغانستان د بهرنیوچارو د وزیر معین او د بلخ والي عطا محمد نور هم ګډون درلود. ویستر ویله وویل چې د دغې قونسلګرۍ پرانیستل د دې ښکاره نښانه ده چې «آلمان په ۲۰۱۴ کال کې د خپلو سرتیرو له راایستلو وروسته هم له افغانستان سره د خپلو ټینګو اړیکو د ساتلو له پاره لیوالتیا لري.»
دا په دغه ښار کې لومړۍ اروپایي دیپلوماتي نمایندګي ده
د قونسلګرۍ له پرانیستلو څخه وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په مزار شریف کی د آلمان د پوځي ماموریت سترې قرارګاه ته ولاړ تر څو له نزدې د خپل هیواد له سرتیرو سره وویني. په دې لیدنه کتنه کې هغه د آلمان د پوځ او د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر منځ د همکاریو د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې.
د آلمان د ماموریت په ساحه کې مثبته اقتصادي پرمختیا
په دغه دوه ورځني سفر کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله لومړي معلومات تر لاسه کړل چې څرنګه له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د وتلو پلان د عمل په ډګر کې پلی کړای شي. په اوسني وخت کې په دغه هیواد کې ۴۲۰۰ آلمانی سرتیري میشت دي. آلمان غواړي چی وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه ۸۰۰ پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې له پاره په افغانستان کې پریږدي.
د نوي هوایي ترمینل پرانیستل
د قونسلګرۍ له پرانیستلو څخه وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، د مزار شریف په هوایي ډګر کې د یوه نوي ترمینل د پرانیستلو په مراسمو کی هم ګډون وکړ. دغه ترمینل د آلمان د کابو ۵۰ میلیونه یورو په مالی مرسته جوړ شوی دی. پانګوال هیله من دي چې د دغه ترمینل له پرانیستلو سره به د افغانستان په شمالي سیمو کې د یوې ښې اقتصادي ودې له پاره لاره اواره شی. د افغانستان شمال ولایتونه د دې هیواد د نورو سیمو په پرتله له ښه امنیت څخه برخه من دي. مزارشریف په اوسني وخت کې د افغانستان په یوه غوره اقتصادي مرکز بدل شوی دی، چیرته چې د فابریکو او سوداګریزو تأسیساتو له پاره بنسټونه کیښودل کیږي.
په اسلام آباد او کابل کې سیاسي خبرې اترې
مزار شریف ته د سفر څخه تر مخه ویسترویله په پاکستان کې د دغه هیواد د نوي لومړي وزیر نواز شریف سره لیدلي ول. داوړو هیوادونو اقتصادي همکاریو د پراخه کیدو په اړه موافقه وکړه، چې په کې د آلمان ـ پاکستان د ګډ سوداګریزې خونې پرانیستل هم شامل دي.
پر دې سربیره د سیمه ییز سیاست په اړه هم دواړه هیوادونه غواړي چې له نزدې ګډ کار وکړي. آلمان او د هغې ملګري په افغانستان د ثبات راوستلو په موضوع کې د پاکستان رول ډیر مهم بولي. خو د پاکستان پر پوځ او پر استخباراتو باندې د ډیرې مودې راهیسې د راډیکاله اسلامپاله طالبانو د مرستې تور پورې کیږي.
تر دې د مخه ګیدو ویسترویله د شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی وو. په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو اترو په ترڅ کې ویسترویله د دغه هیواد دموکراتي کیدو او د ادارې فساد پر ضد مبارزې کې د ګامونو د پورته کیدو غوښتنه کړې وه.