په مزار شريف کي د يوې پښتو ادبي غونډي راپور
۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبه
د بلخ ادبي خوځښت په نوښت د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فرورۍ لومړۍ نېټه) د فرهنګي ځوانانو دوو ملاتړو په ویاړ يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د بلخ ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو څخه یو شمېر قومي مشران، سیمه ییز چارواکو او په سلګونونو مدني او فرهنګي شخصیتونه پکې برخه اخیستي وه.
په دغه غونډه کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجی عبدالستار اسحق زی او په بلخ پوهنتون کې د علمي څېړنو د بنسټ مشر پوهندوی غلام فاروق خپلواک په شاندارو مراسمو ونمانځل شول.
نومیالیو فرهنګي مشرانو ته د خوځښت لخوا اېواردونه، ستاینلیکونه او د انځورګرانو په ګوتو یې جوړ شوي انځورونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
له کلتوري هلو ځلو څخه خوښي
د دغه پروګرام یو شمېر ګډونوال په ورستیو کلونو کې د پښتو ادب او افغان کلتور په برخه کې له شوو هڅو خوښي څرګنده کړه او وویل، که د پښتو ژبې د بډاینې په موخه همداسې هڅې روانې وي ډېر ژر به شمال سمت هم د دري ژبې ترڅنګ د پښتو ژبې په یوه لویه حوزه بدل شي.
د بلخ پوهنتون یوه استاد ضمیر څار، دې غونډې ته په وینا کې ووی:«په ورستیو کلونو کې د بلخ ادبي خوځښت هڅو زياتي هيلي رابخښلي او راتلونکي ته يې خوشبینه کړی یم. هيله لرم چې دغه فرهنګي بنسټ به وتوانيږي چي په لنډه موده کې د بلخ ولایت په بیلا بیلو اولسوالیو کې خپل څانګې و جوړي کړي او د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي.»
د بلخ ادبي خوځښت د چارو مسئول ذبیح الله احساس وويل چې د دې غونډې موخه د شایسته او خدمتګارو اشخاصو په ژوندون کي لا د هغوی د کړنو ستاینه کول دي. نوموړي خو ټینګار وکړ چې په هېواد کې باید د دې فرهنګ لمنه وغزیږي. هغه زياته کړه: «په بلخ کې د ادب او فرهنګ د ودې په برخه کې د نومیالیو فرهنګي شخصیتونو هڅو ته د درناوي لپاره دغه غونډه جوړه شوې ده. یادو کسانو په دې برخه کې نه ستړي کېدونکي هڅې ترسره کړي، ځوانان یې هڅولي او ملاتړ د هغوی ملاتړ يې کړی دی. نو له همدی کبله د دوی ستایل زموږ لپاره اړین دي.»«پښتو او دري د يوې چينې اوبه دي»
همداراز د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ مشر صالح محمد خلیق د پښتو او دري ژبې پر تاريخچه خبرې وکړې. هغه وويل چي پښتو او دري د یوې چينې اوبه دي. د خليق په وينا دواړي ژبې په وروستیو کې د لهجو د منځته راتلو سره په تدریجي ډول له یوبل څخه بیلي شوي دي.
د بلخ ادبي خوځښت له تېرو دولسو کلونو راهيسي په بلخ او شاوخوا سيمو کې د پښتو ادب او افغان کلتور د ودې او بډاینې لپاره هڅې کوي، چې د سياسي او ادبي مجلو تر څنګ، په مزار شريف ښار او يو شمېر ولسواليو کې ادبي بهيرونه هم لري. پر دې سربېره د دغه خوځښت لخوا په مزار شريف ښار کې د خوشال بابا په نوم عامه کتابتون جوړ شوی، چې څه باندې څلور زره پښتو کتابونه لري.
د يادونې وړ ده چې حاجي عبدالستار اسحق زی دمګړی د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشري پر غاړه لري او پوهندوی استاد غلام فاروق خپلواک په بلخ پوهنتون کې د استادۍ تر څنګ د دغه پوهنتون د علمي څېړنو د بنسټ مشر هم دی.