1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشریف کې نوروز ولمانځل شو

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه

د مزارشریف په ښار کې پر ډیر شمیر کورنیو او بهرنیو مېلمنو په سربیره ډیرو دولتي چارواکو د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی وو. په دغه ورځ په مزار شریف کې د حضرت علي په زیارت کې جنډه پورته کېږي.

https://p.dw.com/p/14NiO

د جنډې له پورته کېدو مخکي د بلخ ولایت والي عطا محمد نور، وینا وکړه او د افغانستان د خلکو ته ئې مبارکي وویله او د بلخ په ولایت کې ئې له شوو پرمختګونو څخه یادونه وکړه.

د ولسمشر لومړي معاون مارشال محمد قسیم فهیم، هم په مزار شریف کې د جنډې د پورته کېدو په مراسمو کې ګډون کړی وو. هغه وویل: «د نوروز جشن د افغانستان له ډیرو زړو دودونو څخه دﺉ. دغه دود موږ ته زموږ له نیکونو په میراث پاته دﺉ.»

د مزارشریف ښار سږ کال د تیرو کلونو په پرتله ډیر سینګار شوی دﺉ. د ښار په هر سړک کې رنګارنګ څراغونه او نوروزي شعارونه لیدل کیږي. د ښار څیري یوه بله بڼه غوره کړې ده.

د ښار امنیتي چارواکو د نوروز له پاره خاص امنیتي تدابیر نیولي دي. موټرو ته ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي. د نوروز د مراسمو ګډون وال د ښار په بیلابیلو برخو کې د امنیتي ځواکونو له خوا تلاشي کیږي.

د نوروز په مراسمو کې د ګډون له پاره خلک کولای شي چې یوازې د روضي مبارکي له څلورو دروازو څخه ننوځي. د سړې هوا او واورو سربیره، د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه افغانان مزارشریف ته راغلي دي چې دغه مراسم ولمانځي.

د هلمندیو هیوادوالو پیاوړی حضور

هلمند د افغانستان له ناآرامو ولایتونو څخه دﺉ. له دغه ولایت څخه ۵۰ کورنیو چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته رسیږي د مزارشریف په ښار کې د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی دﺉ. هغوی اوس د سلطان غیاث الدین په لیسه کې اوسیږي.

د هلمند ولایت دغه اوسیدونکي په مزارشریف کې د نوروز له تیاریو څخه خوشحاله دي او د افغانستان له پاره د سولې او ثبات هیله کوي.

د نوروز جشن په مزارشریف کې د افغانستان د نورو برخو په پرتله په ډیر شان او شوکت لمانځل کیږي. هر کال د دغه جشن د لمانځلو له پاره د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه خلک مزارشریف ته راځي. په مزارشریف کې د نوروز په ورځ د حضرت علي په مزار جنډه پورته کېږي. دغه جنډه څلویښت ورځي پورته وي.

نبي اثیر/ مسعو جهش
کتونکی: سید ریاض