په مزارشریف کې د نوي کال مېلې پیل شوې
مزارشيف ښار د هرکال په شان د په زرونو مېلمنو کوربه او د نوي کال جشنونه یې د حضرت علي په زیارت کې د جنډې له پورته کولو سره پیل شول. جنډه به د ۴۰ ورځو له پاره پورته وي.
د مزارشریف ښار د هر کال په څیر په افغانستان کې د نوروزو د تر ټولو لویې میلې کوربه وو. په دې ښار کې هر کال د حضرت علي په زیارت کې د جنډې له پورته کیدو سره د نوي کال پیل کیږي.
دې جشن د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه په زرها افغانان راځي او خپل کال له میلو سره پیلوي.
د هر کال په څیر د جنډې د پورته کیدو مراسمو پر مهال د ښځو له پاره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی وو.
د نوې کال په ورځ په روضه کې د پولیسیو د تشریفاتو ډله هم موجوده وي خو د سیمې د امنیت نیولو له پاره په نور امنیتي ځواکونه ګومارل شوي وي.
د جنډې له پورته کیدو سره ډیر شمیر افغانان بیا د بلخ ولایت شنو دشتو ته د میلو له پاره ورځي.
هر کال دغه مهال مزارشریف د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو میلمونو کوربه وي. سږ کال د مراسمو اصلي میلمه د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وو.
انځورونه
1 | 6انځورونه