1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشریف کې د نورز له پاره تیارۍ نیول کیږي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه

د نوروز یا د نوي کال جشن ته یوازي د گوتو په شمار ورځي پاته دي. د نوروز جشن هر کال په مزارشریف ښار کې له ډیر شان او شوکت سره لمانځل کیږي. سږ کال هم په دغه ښار کې د نوروز د جشن د لمانځلو له پاره ډیري تیارۍ نیولې شوي دي.

https://p.dw.com/p/14M5F
انځور: AP

په مزارشریف ښار کې د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي، زیارت پروت دئ. هر کال د حضرت علي په زیارت کې د کال په لومړی ورځ یوه جنډه پورته کیږي. دغو مراسمو ته «جنډه بالا» وایي.

د جنډه بالا مراسم د کال په لومړۍ ورځ پیلیږي او څلویښت ورځي دوام کوي. د دغو مراسمو د لیدلو له پاره د افغانستان او نړۍ له بیلابیلو برخو څخه په زرهاو کسان مزارشریف ته ورځي.

د مزارشریف ښار د نوي کال په شپو او ورځو کې د ټول افغانستان کوربه وي نو له همدي کبله د جنډه بالا له مراسمو څخه څو میاشتي مخکي په دې ښار کې تیارۍ نیولي کیږي.

د جنډه بالا له مراسمو څخه څو میاشتي مخکي د مزارشریف د ښار څیره هره ورځ بدلیږي او لا پسي ښایسته کیږي. سږ کال هم په دغه ښار کې د جنډه بالا مراسمو ته سخته تیاري نیوله شوې ده.

اوس د مزارشریف د ښار کوڅي لا پاکي شوي دي، ښار څراغان شوی دئ او په سړکونو کې لا ډیره گڼه گوڼه لیدل کیږي.

دا چې سږ کال به څومره خلک مزارشریف ته د نورز د جشن د لمانځلو له پاره راشي تر اوسه پوري څرګنده نه ده خو مزار ښاروالي د میلمنو د استوګني له پاره د هوټلونو او رستورانتونو تر څنګ په ښار کې یو شمیر ښونځي هم چمتو کړي دي.

د مزار ښاروالي مرستیال کمال الدین کمال، وایي چې هر څومره میلمانه چې د جنډه بالا په جشن کې د ګډون له پاره راشي د مزارشریف په ښار کې د هغوی له پاره لازمي تیارۍ نیولي شوي دي.

په مزارشریف کې د نوي کال د جشن د لمانځلو له پاره د نورو تیاریو تر څنګ فرهنګي او ټولنیزي تیارۍ هم نیولي شوې دي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صالح محمد خلیق، وایي چې هیله لري چې په نوی لمریز کال کې له پاکستان، هندوستان، تاجکستان، ایران او متحده ایالاتو څخه د موسیقي ډلي مزارشریف ته راشي. هغه زیاته کړې ده چې د دې سربیره به د افغانستان ۱۵ کورنۍ د موسیقي ډلي هم مزارشریف ته راشي او د نوي کال د جشن په ویاړ به کنسرتونه اجرا کړي.

د تیاتر او لنډو فلمونو جشنواري، د کتابونو او انځورونو نندارتونونه به هم د نوي کال په لومړیو ورځو کي په مزارشریف کی پرانیستل شي.

د بلخ ولایت د امینه قوماندان عصمت الله علي زی، وایي چې د دغه لرغوني جشن د امنیت د خوندیتوب په موخه د ملي پولیسو، ملی اردو او ملي امنیت پنځه زره سرتیري په مزاشریف کې او د دغه ولایت په شاوخوا کې په دندو ګمارل شوي دي.

عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش