په مزارشریف ښار کې د حضرت علي جنډه پورته شوه
۱۳۹۲ فروردین ۱, پنجشنبه د پنجشنبې په سهار د مزار شریف ښار فضا بل ډول وه او ښار بل ډول بڼه غوره کړې وه. په زرهاو تنه افغانان چې په تیرو څو ورځو کې د نوروز په جشن کې د ګډون له پاره د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه مزارشریف ته ورغلي دي د حضرت علي په زیارت کې سره راغونډ شوي ول.
سږ کال د نوروز مراسمو ته پر افغانانو سربیره یو شمیر بهرني میلمانه هم راغلي ول. په دې مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر سید مخدوم رهین، او یو شمیر نورو افغان چارواکو هم گډون کړی وو. د جنډې تر پورته کیدو مخکې د بلخ والي عطا محمد نور، وینا وکړه او په تیر کال کی یې د دې ولایت لاس ته راوړنې یادې کړې.
د چارواکو تر وینا وروسته د مولا جنډې د پورته کولو له هیجانه ډکه شېبه راورسېده او د ۲۱ توپونو په فیرولو سره هغه پورته شوه. هغه زیارت کوونکي چې د افغانستان له بېلا بېلو سیمو څخه د نوي کال او نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون له پاره مزارشریف ښار ته ورغلي دي د دغو مراسمو د ښه امنیت ساتلو له کبله له افغان امنیتي ځواکونو څخه منندوی دي.
بری سعادت له هلمند ولایت څخه د نوروز په مراسمو کې د گډون له پاره مزارشریف ته تللی دی. هغه وایي: «امنیت ډیر ښه دی. له ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو، او سرحدي پولیسو څخه مننه کوم چې ډیر ښه امنیت یې ټینگ کړی دی.»
مزارشریف ته یو شمیر ورغلي خلک وايي چې دغه ښار د تیر کال په پرتله ډیر ښکلی دی. د هلمند ولایت د گریشک ولسوالۍ اوسیندونکی محمود وایي چې د مزارشریف ښار د تیر کال په پرتله ډیر ښایسه شوی دی. هغه زیاتوي: «د خلکو رویه ډیره ښه ده. ډیر پرمختگ شوی دی. د دې ښار بازارونه او د تفریح ځایونه ډیر ښکلي او منظم شوي دي دي.»
سږ کال افغان ځواکونه د نوروز مراسمو د امنیت ساتلو بشپړ مسوولیت پر غاړه لري او بهرني ځواکونه یوازې هوایي گزمې تر سره کوي. چارواکي وايي چې د دغو مراسمو د امنیت ساتلو له پاره ۶۱۳۵ تنه امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په بیلابیلو برخو کې په دنده گومارل شوي دي.