په مزارشريف ښار کي د موټرانو د را واريديدو شرکت پرانستل سوی
۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبهپه مزارشريف ښار کي د انتر آسياکمپنۍ مسوول بختيارځاځی وايي، چي دوئ د يوې ازبکستانۍ کمپنۍ سره په ګډه دغه تجارت پيل کړی اوخپله لومړۍ نما ينده ګي يې په مزارشريف ښار کي پرانستله.
د هغه په خبره په راتلونکوکي به د هيواد د مرکز کابل په ګډون په نوروغټوښارونوکي هم خپلي نمايندگۍ جوړي کړي.
نوموړی وايي « دغه وارداتي موټر په اصل کي کوريايي دي او په وزبکستان کي تړل کيږي. کمپنۍاوس مهال 33 موټره مزارشريف ښار ته وارد کړي.
د شرکت د مسوولينو په خبره موټرونه دافغانستان عراضي اوسړکونو ته په پام کي نيولوسره جوړ سوي دي.
د مزار ښاريانو په خره ددې ډول موټرو را واريدېدل نه یوازي د يو ښه اقدام بولي، بلکي وايي چي د چاپير يال ساتني په برخه کي به ډيره گټه ورسوي. د هغوئ په خبره د نوو موټرانو په راپيداکيدو سره به زاړه کرار کرار د منځه ولاړ سي.
دچاروکارپوهان هم دغه يومثبت اقدام په ګوته کوي په مزارشريف کي داقتصادي چاروکارپوه اوازاد خبريال اريانسيمي وايي « د خصوصي کمپنيو لخوا دايو نيک اقدام دي اودموټرودمينه والو په اقتصاد هم مثبته اغيزه کولاي سي.
عبدالحميد صافي/ مزارشريف
کتونکی. زيارمل