په مریح کې د اوبو نښه نښانې لیدل شوي دي
۱۳۹۱ مهر ۷, جمعهاعلان
د ناسا سائنس پوهانو ویلي دي چې مریخ ته نوي استول شوي روبوټ کیوراسټي په هغه ځای کې چې دغه روبوټ ښکته کړای شوی وو د اوبو د بهیدو نښې نښانې موندلې دي. زیاته شوې ده چې د اوبو دغه شواهد د هغو وړو تیږو چې د شگو له ترکیب څخه جوړي دي د اندازې او شکل د تجزیې په پایله کې رابرسیره شوي دي. د ناسا ساینس پوهانو تیره ورځ ویلي دي چې داسې ښکاري چې د اوبو سرعت تیز او ژور وو.