په مديترانه کي تر ۵۰۰۰ زيات مهاجر وژل سوي
په ملگرو ملتونو کي د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي د مديترانې له لاري اروپا ته د مهاجرت پرمهال تر ۵۰۰۰ زيات مهاجر په اوبو کي ډوب سوي دي. دغه راپور د جمعې په ورځ خپور سوی.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي په مديترانه کي ۵۰۸۹ ښځي، ماشومان او نارينه اروپا ته د مهاجرت پر لار د مديترانې په اوبو کي ډوب سوي دي.
په ټوله ايزه توگه اروپا ته د مهاجر پرمهال په ۲۰۱۶م کال کي د۷۵۰۰ انسانانو ژوند ختم سوی دی.
په مديترانه سمندرگي کي تر ټولو زيات ډوب سوي مهاجر د افراقايي هيوادونو دي.
د دوی ډېری په داسي کښتيو کي د اروپا پر لور مهاجرت ته زړه ښه کړی چي په سمندر کي د ياغي څپو مقاومت نه لري او ډېر ژر چپه او ډوبيږي.
يوه کښتۍ چي ډوبه سوې او پکښې سپاره مهاجر د ځان د ژغورلو تلاښ کوي.
په ۲۰۱۵م کال کي په مديترانه کي شاوخوا ۳۷۷۰ انسانان اروپا ته د مهاجرت په موخه مړه سوي ول.
په ۲۰۱۴م کال کي د هغو مهاجرو شمېر چي د مديترانې په اوبو کي ډوب سوي ول ۳۲۸۰ کسان ښوول سوی وو.
په مديترانه کي د ډېرو اروپايي هيوادونو سمندري کښتۍ د مهاجرو کښتيو د ژغورني ماموريت پر مخ بيا. په دغه ماموریت کي په زرونو انسانان د ډوبېدو ژغورل سوي دي.
په ۲۰۱۶م کال کي اروپا ته د رارسېدلو مهاجرو ډېره برخه د افريقايي هيوادونو، سوريې، افغانستان او عراق دي.