په مدرید کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې دي
۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبهاعلان
د هسپانیې په پلازمینه مدرید کې له تاوتریخوالې څخه ډکې مظاهرې شوې دي. په دې ترڅ کې د په زرهاو مظاهره کوونکي د دې هیواد د پارلمان مخې ته راټول شوي ول چې د سپما پر نوو پریکړو باندې نیوکې وکړي.
د مظاهرو د کنترول پولیسو مظاهره کوونکي پر ربړي مرمیو وویشتل چې هغوی له سیمې څخه تیت و پرک کړي.
د مظاهرو په پایله کې د څلورو تنو پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان ټپیان شول. همداراز ۲۲ تنه نور کسان د پولیسو له خوا ونیول شول.
د هسپانیې لومړی وزیر به د پنجشبنې په ورځ د سپما نوې پلانونه اعلانونه کړي.