1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په مانچستر کي ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله رسولې ده

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د بريتانيا د مانچستر ښار په يوه کنسرت کي چاودني ۲۲ کسان وژلي او نژدې ۵۹ نور ئې ټپيان کړي دي. په وژل سوو کسانو کي کوچنيان هم شامل دي. پوليسو ويلي دي چي چاودنه يو ځانمرگی بريد وو.

https://p.dw.com/p/2dPh2
Großbritannien Polizeieinsatz nach Explosion in Manchester
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Byrne

چاودنه په آرنا سالون کي د امريکايي سندرغاړي آريانا گرنده د کنسرت په وروستيو شېبو کي رامنځ ته سوې ده.

د مانچستر پوليسو ويلي دي چي چاودنه يو ځانمرگی بريد دئ. د دوی په خبره يو چا په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد په مانچستر ارينا کي چولي دي.

د عيني شاهدانو په خبره له هغه وروسته چي آريانا خپله وروستۍ غزل وويل د چاودني ږغ سو او ټولو يوې او بلي خوا ته وځاغستل.

د وروستيو راپورونو له مخي چاودنه د کنسرت په سالون کي نه، بلکي د داخلېدو په سالون کي رامنځ ته سوې ده. د داعش تروريستي ډلي پلويان په ټولنيزو شبکو کي خوشحالی کړی او د چاودني په اړه ئې خبري کړي دي.

د بريتانيا لومړۍ وزيري ترزا مي په پيښه کي له قربانيانو سره د غمشريکۍ په موخه يوه بېړنۍ غونډه رابللې ده او ويلي ئې دي چي ټول جزئيات به ئې تر پلټني وروسته روښانه کړي.

د مانچستر ښاروال هم د تويتر له لاري په پيښه کي له ژوندي پاته سوو او قربانيانو له کورنيو سره خپله همدردي ښوولې ده.

ويل کيږي په هغو کسانو کي چي دغه کنسرت ته ورغلي ول، ډيری ئې ځوانان او زلميان ول. هغه څوک چي د کنسرت سيمي ته نژدې اوسېږي ويلي دي چي چاودني ئې کورنه لړزولي دي.

اوس پوليسو د چاودني سيمه او په دغه ځای کي د اورگاډي تمځای تړلی دی. دغه سالون د ۲۱ زرو نندارچيانو په ځايولو سره په اروپا کي يو له سترو هغو مرکزونو څخه دی چي کنسرتونه پکښې جوړيږي.

(dpa,afp,rtr/ NZ)