1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په مانچستر کي د ځانمرگي بريد پړه داعش پر غاړه اخيستې

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» يا داعش د بريتانيا په مانچستر ښار کي د بريد پړه پرغاړه اخيستې او د نورو بريدونو گواښ ئې کړی دئ. په دغه چاودنه کي ۲۲ کسان ووژل سول. لومړی وزيره می غواړي نن مانچستر ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/2dRs5
UK Terror gegen Teenager: 22 Tote bei Anschlag auf Konzert in Manchester
انځور: picture alliance/empics/D. Lawson

په هغه خبر کي چي د تروريستي ډلي داعش له خوا په ټوله نيزو شبکو او د دوی په خبري آژانس «عماق» کي خپور سوی راغلي دي چي د داعش يوه عسکر د خلکو په منځ کي بم چولی دئ. په دغه خبر پاڼه کي د نورو بريدونو گواښ هم سوی دئ.

تر دې مخکي د بريتانيا لومړۍ وزيري تريسا مي وويل چې په دې کې کوم شک نشته چي دا یو ترهگریز برید دی که نه. د بریتانیې د لومړۍ وزیري تریسا مې د خپلو څرگندونو له مخې په مانچستر کې پر پاپ کنسرت باندې برید پر دغه هیواد باندې تر ټولو خراب برید وو. هغې زیاته کړې ده: «په دې کې هیڅ شک نه شته چې د مانچتسر او ددې هیواد ولس د یوه بې رحمانه ترهگریز برید ښکار شوي دي.»

د مانچستر پوليسو ويلي دي چي چاودنه يو ځانمرگی بريد دئ. د دوی په خبره يو چا په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد په مانچستر ارينا کي چولي دي.

چاودنه د مانچستر د کنسرتونو په سالون کي د دوشنبې په ماسخوتن شاوخوا ۱۱ بجې د امريکايي سندرغاړي آريانا گرنده د کنسرت په وروستيو شېبو کي رامنځ ته سوې ده. پوليسو ويلي دي چي چاودنه د کنسرت په سالون کي نه، بلکي د داخلېدو په سالون کي رامنځ ته سوې ده.

ويل کيږي په هغو کسانو کي چي دغه کنسرت ته ورغلي ول، ډيری ئې ځوانان او زلميان ول. د بريتانوي چارواکو په خبره په ټپيانو کي د ډيرو روغتيا وضعيت د اندېښنې وړ دئ. هغه څوک چي د کنسرت سيمي ته نژدې اوسېږي ويلي دي چي چاودني ئې کورنه لړزولي دي.

د نړيوالو غبرگونونه

له ټولې نړۍ څخه سیاستوالو او حکومتي استازو په مانچستر کې ځانمرگی برید غندلی دی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي څرگنده کې ده. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د پیښې له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره ژوره خواخوږي څرگنده کړې ده. مېرکل په خپلو  دي: «دا د درک وړ نه ده چې یو کس د خوښۍ کنسرت څخه سو استفاده وکړي او دومره زیات شمیر انسانان ووژني او یا یې سخت ټپیان کړي.» د مېرکل په خبره دغسې شکمن ترهگریز بریدونه یوازې زموږ دا اراده لا پسې پیاوړي کوي چې له خپلو بریتانوي دوستانو سره لا په گډه د هغو کسانو پر ضد کار وکړو چې دغسې غیر انسان اعمال پلانوي او یا تر سره کوي. د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین هم د دغې پیښې په هکله خواشیني څرگنده کړې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د برید مسوولین د «بدو بایلونکو» په توگه یاد کړی دي او دغه برید یې غندلی دی. بیت الحم ته د سفر په ترڅ کې هغه د مانچستر د خلکو له پاره د دعا او له هغوی سره د ژورې همدردۍ خبره کړې ده. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس له ترمپ سره د گډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دغه برید د «یوه ناوړه ترهگر برید» په توگه یاد کړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له بریتانویانو سره خپله همدردي او پیوستون اعلان کړی دی. د هغه له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې د پاریس حکومت به د تروریزم پر ضد جگړه کې له بریتانیې سره خپل گډ کار ته ادامه ورکړي. د اروپایي اتحادیې کمیسیون هم له بریتانیې سره خپله خواخوږي څرگنده کړې ده. همداشان د کاناډا لومړي وزیر جستن ترویدو د پیښې له قربیانیانو سره خپله خواخوږي ښولې ده.

(dpa,afp,rtr/ Sr)