1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې له ياغيانو ویره

سید ریاض (الیکس ګوبل)۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

په مالي کې د نړیوالو ځواکونو د روزنیز ماموریت له پیلیدو سره اوس تر یوه حده پورې ژوند عادي حالت ته راګرځیدلی دی، خو بیا هم په ځینو سیمو کې نښتې رامنځ ته کیږي او د مالي اوسیدونکي د یاغیانو ویره په زړونو کې لري.

https://p.dw.com/p/1B4hu
انځور: KENZO TRIBOUILLARD/AFP/Getty Images

د مالي هیواد د گاو په ښار کې ژوند بیرته عادي حالت ته د راگرځیدو په حال کې دی. د دې افریقايي هیواد په شمال کې ځینو رستورانتونو او بارونو بیرته خپل کار پیل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د گاو ښار یو وخت د اسلامپالو پوخ سنگر وو. خو اوس هم په دې ښار کې بارونو ته تگ له خطره ډک کار دی.

د ۲۰۱۲م کال په اوایلو کې په لومړي سر کې د گاو او تمبکتو ښارونه د طوارق یاغیانو له لوري ونیول شول او تر هغه وروسته بیا دغه ښارونه د سخت دریځه اسلامپالونو تر کنترول لاندې راغلل. د تمبکتو پر ښار باندې القاعدې پورې تړلو یاغیانو کنترول لاره او د گاو پر ښار بیا یوې وحشتناکې ډلې چې د مجاوو په نوم مشهوره ده پوخ حضور لاره.

اسلامپالو د گاو د آزادۍ میدان د شریعت پر میدان بدل کړی وو. چا چې به د دغو یاغیانو اطاعت نه کاوه په عامه محضر کې به په درو وهل کیده، سنگساریده به او یا به هم ویشتل کیده. ۱۷ کلن آگالي ته هغه ورځې ور په یاد دي او وایي:

«هغه یو ډیر خطرناکه وخت وو. موږ هیڅ بهر ته د تلو اجازه نه لرله. موږ له اسلامپالو څخه ویریدو. په همدې میدان کې به هغوی ولس زوراوه. اوس هغه وختونه تیر شوي دي. زه ډیر ښه احساس کوم. زه آزاد یم.»

اوس آگالي د آزادۍ په میدان کې د پخوا په څیر یو ځل بیا د باسکېټبال لوبه کولای شي. هغه د فرانسې هیواد له پوځي موریت څخه ډیر خوشحاله دی چې د ۲۰۱۳م کال په اوایلو کې د مالي هیواد او نورو افریقایي هیوادونو له سرتیرو سره په گډه د اسلامپالو د پر شا کولو له پاره پیل شوی دی.

د اسلامپالو او امنیتي ځواکونو تر منځ د سختو نښتو په پایله کې د پوسته خانې، ښاروالۍ او د پولیسو مرکز ودانیو ته زیان اوښتی دی.

په گاو کې اوس یو شمیر ښوونځي او دوکانونه بیرته پرانیستل شوي دي خو د راډیو یوه ویانده امیناتا مایگا، وایي چې لا هم په گاو او ټول شمال کې ثبات رامنځ ته شوی نه دی. هغه زیاتوي: «زه دلته په امن کې د ژوند کولو احساس نه کوم.

له دې ځای څخه یو څو کیلومتره وړاندې بیله دې چې سړې دی خپل ژوند په خطر کې احساس کړي آن څوک د سودا اخیستلو له پاره مارکیټ ته هم نه شي تلای. موږ پر دې هم نه پوهیږو چې دغه اسلامپاله دي او که وسلوال بانډونه. په هر حال پوځ باید موږ له هغوی څخه وژغوري.»

د تالاشیو د پوستو، د ملگرو ملتونو د شنو خولیو او فرانسوي سرتیرو د گزمو سره سره بیا هم په دغه سیمه کې د بریدونو او چاودنو رپوټونه ورکول کیږي. همداسې د شمال پر لور د کیدال په ښار کې چې په اصطلاح د طوارق یاغیانو د پاخه سنگر په توگه یادیږي بشپړه انارشي حاکمه ده.

په ظاهري ډول د طوارق یاغیانو موخه چې په درنو وسلو سمبال دي د «آزواد» په نوم د قلمرو خپلواکي ده، خو د دې تر شا بله انگیزه موجوده ده، چې هغه غلا، قاچاق، قومي نفرت او ترهگري ده.

زرو ته د فرانسوي سرتیرو د شمیر د راکښته کیدو په اړه مایگا اندیښمنه ده. هغه له دې ویره لري چې د گاو ښار ته به بیرته اسلامپاله راستانه شي. هغه د مالي هیواد پر پوځ باور نه لري. خو ښایي دغه حالت بدلون ومومي.

د اروپایي ټولنې په روزنیز ماموریت کې د مالي هیواد روزل شوي پوځیان غواړي چې دا خبره په اثبات ورسوي چې هغوی خپل هیواد خوندي ساتلی شي.

په دې اړه د مالي هیواد د پوځ ویاند سلیمان مایگا وایي: «دا د هر پوځ هدف دی چې د خپل ملت د ځکمنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. موږ غواړو چې په داسې وضعیت کې قرار ولرو چې د مالي د متحد پاتې کیدو له پاره مبارزه وکړای شو.

له دې امله موږ د پوځ په لیکو کې ډیر سرتیري جذبوو. خو که چیرې موږ غواړو ډیر سرتیري راجذب کړو او په عین وخت کې غواړو دغه لوړ کیفیت هم وساتو، نو بیا موږ یوه پراخ روزنیزو ماموریت ته اړتیا لرو.»

له یوه کال راهیسې د آلمان پوځ د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې په مالي کې د ثبات راوستلو په ماموریت کې گډون لري. د آلمان د دفاع وزیرې اوزلا فون دیر لاین د پنجشنبې په ورځ له دغه هیواد څخه لیدنه وکړه.

د نورو په ګډون آلمان په مجموع کې څلور کنډکه چې د سرتیرو شمیر یې ۲۵۰۰ تنو ته رسیږي روزلي دي. سلیمان مایگا د دې هیله لري، چې په دغه شمیر کې نور هم ډیروالی راشي او هغه هم ډیر ژر.