مالي: د القاعدې د مهم مشر د وژل کیدو ادعا
۱۳۹۱ اسفند ۱۲, شنبه
ولسمشر دیبي ویلي دي چې د چاد هیواد پوځ د ابو زید په شمول دوه تنه اسلامپاله وژلي دي. د دې هیواد پوځیان د مالي هیواد شمالي پولې ته څیرمه له فرانسوي ځانګړو ځواکونو سره په ګډه له القاعدې سره د تړاو لرونکو وسله والو ډلو ځپلو له پاره مأموریت ترسره کوي.
د الجزایر د «النهار» په نوم ځایي تلویزون د پنجشبنې په ورځ د دې ادعا په اړه رپوټ ورکړې چې ابو زید څو ورځې مخکې د مالي هیواد په شمال کې د الجزایرو پولې ته څیرمه په غرنۍ سیمه کې وژل شوی دی. د جمعې په ورځ د فرانسې د حکومت یوې ویاندې نجات فالو بالقاسم (Najat Vallaud-Belkacem) په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخیست او وو یې ویل چې فرانسه د ابوزید د وژنې راپورونه تایید او یا هم ردولی نه شي.
په اسلامي مغرب کې د القاعدې قوماندانانو د تمبکتو په تاریخي ښار کې تر هغه وخت پورې سخت اسلامي شریعت نافذ کړی وو چې د روان کال د جنوري په میاشت کې د فرانسوي ځواکونو له لوري بیرته دغه ښار ونیول شو. په دغه سیمه کې د نوموړې ډلې موجودیت په نړیواله کچه داسې اندیښنې راپارولې وې چې ښایي د مالي شمالي برخه به د اسلامپالو پر پټنځای واوړي.
ویل کیږي چې ابو زید تر دې مخکې چې تندلاريتوب ته مخه کړې، یو قاچاقبر وو. پر هغه باندې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د اتباعو د برمته کولو تورونه لګول کیږي. ویل کیږي چې ابو زید له دې لارې په میلیونونو ډالره تر لاسه کړي دي. پر هغه باندې په ۲۰۰۹ کال کې د یوه بریتانوي او په ۲۰۱۰ کال کې د یوه فرانسوي د وژلو تور هم لګول کیږي.
د رویترز خبري آژانس د مالي په شمال کې د کیدال له سیمې څخه د یوې سرچینې له قوله ویلي دي چې د طوارق یاغیانو په غرنۍ سیمه کې د ابو زید د جنګیالیو پټنځایونه په ګوته کړي او فرانسوي جنګي جیټ الوتکو ته یې د برید کولو له پاره د دغه موقعیت په اړه معلومات ورکړي دي. د طوارق یاغیان له فرانسوي ځواکونو سره کار کوي.
په کیدال کې یوې ځایي سرچیني ویلي دي: «هغوی [ابو زید او ملګري یې] په داسې حال کې وژل شوي دي چې په غرنیو سیمو کې پټ ول او د ځانمرګو بریدونو له پاره یې بمونه چمتو کول.»