1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې تندلارو یو بل ښار ولکه کړی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/162Bb

په مالي کې سخت دریځه اسلامپالو چې د دغه هیواد د شمال نیمایي برخه تر کنترول لاندې لري د دغه هیواد په سویل کې د دوینتزا، ښار هم ولکه کړی دي. زیاته شوې ده چې دغه ښار د هغې سیمې سره گډه پوله لري چیرې چې دولت کنترول لري.

د عیني شاهدانو په وینا د نوموړې تندلارې ډلې جنگیالي دغه ښار ته د کتار په شکل کې ورننوتي او ځایي ملیشه ئې خلع سلا کړې ده. د نوموړي تندلارې ډلې په اړه ویل کیږي چې د القاعدې له ډلې سره اړیکي لري. د دوینتزا ښار چې تیمبکټو ته د تلونکې لوې لارې ته څیرمه پروت دئ د روان کال د اپریل په میاشت کې د طوارق د یاغیانو له لوري د ازواد د آزادۍ د ملي جنبش، په نوم له خوځښت څخه نیول شوې وه.