په مالي کي نوی صدراعظم نومول سوی دی
۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبهاعلان
د مالي صدراعظم شیخ مودیبو دیارا، تر نیولو او استعفأ وروسته د افریقا د دغه هیواد جمهوررئيس یو نوی صدراعظم نومولی دی. د جمهوررئيس دین کوندا تراُوره په فرمان کښي راغلي دي چي نوی صدراعظم دیانکو سیزوکو یو پخوانی سابقه داره دولتي مامور دی. دیارا پرون سهار استعفأ ورکړه . دده او د پوځ د مشر امادو هایا زانکو تر منځ په شمال کښي له یاغي مسلمانانو سره د عملیاتو پر سر اختلافات راپیدا سوي وه. دیارا په تکرار سره د یوه نړيوال نظامي عملیاتو پلوي کوله، خو زانکو هغه ردوله. د ده په عقیده باید دغه عملیات د مالي تر رهبرۍ لاندي ترسره سي.