په مالي کي د ايبولا ناروغۍ ريښه وچه سوه
۱۳۹۳ دی ۲۹, دوشنبه
د افريکا په لوېديځ مالي هيواد چارواکو اعلان کړی دئ، چي هيواد ئې نور له ايبولا ناروغۍ خلاص دئ. د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۱۹مه) د دغه هيواد د روغتيا وزير عثمان کنه، په حواله ويلي دي، چي په تيرو ۴۲ ورځو کي د ايبولا ناروغۍ يوه پيښه هم ثبت سوې نه ده.
په مالي کي په ايبولا ناروغۍ وروستی وار د ۲۰۱۴م کال د دسمبر مياشتي په لومړيو کي يو کس اخته سوی وو، چي په روغتون کي تر بسترېدو وروسته رخصت سوی دئ.
د مالي هيواد د روغتيا وزير د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کي په دغه هيواد کي د ايبولا ناورغۍ د ختمېدو له اعلان سره سم د دغي ناورغۍ په مخنيوي کي له مرسته کوونکو هيوادونو څخه مننه وکړه.
هغه دغه راز له خپلو خلکو څخه وغوښتل چي اوس هم بايد ځانونه وساتي، څو يووار بيا دغه وژونکی وايروس باندي راغبرگ نه سي.
په مالي کي له ايبولا سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو استازي ابراهيم سوسه، هم دغه خبر تائيد کړی دئ، چي په دغه هيواد کی د ايبولا ناروغۍ ريښه وچه سوې ده.
د ايبولا ناروغۍ ډېر زور د مالي په گاونډيو هيوادونو سيراليون، گينه او لايبريا کي ډير دئ. په دغه هيوادونو کي له دغي ناورغۍ څخه نزدې ۸۴۰۰ انسانان وژل سوي دي.
په ايبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نړيوال روغتيايي سازمان نزدې ۲۱۳۰۰ بللی دئ.