1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کي خونړۍ نښتی سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15N6k

د عیني شاهدانو په حواله د مالي په شمال کي د طوارق د یاغیانو او اسلامیستانو تر منځ نښتو کي لږترلږه ۲۰ کسه وژل سوي دي. ویل کیږي، چي ډېری نور کسان زخمیان سوي هم دي. د افریقا په جنوب کي د یووالي او جهاد په نامه اسلامي پاڅون د ګاوو په ښار کي د طوارق یاغیان شاته وتمبول او دغه ښار ئې تر خپل کنترول لاندي راوست. د مارچ په میاشت کي تر یوې کودتا وروسته د طوارق یاغیانو د دغو اسلامیستانو سره لاس یو کړ او دغه ښار ئې په ګډه سره نیولی وو.