1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مارجه باندی ستره حمله پيل شوه

۱۳۸۸ بهمن ۲۴, شنبه

د سیمی ولسی وګړی:« مونږ دومره معلومات لرو چی مارجه ته د لارو په اوږدو، بهرنی ځواکونو خپلی مرچلی جوړی کړی دی، په همدی وجه د ولسی وګړو لپاره ناممکنه ده چی مارجی څخه ووځی او یا بیرته ورننوځي.»

https://p.dw.com/p/M0UE
د امريکا متحده ايالاتو د پوځ د بلک هاواک څرڅي الوتکه د مارجه په ولسوالي کي په هوايي بريد کي
د امريکا متحده ايالاتو د پوځ د بلک هاواک څرڅي الوتکه د مارجه په ولسوالي کي په هوايي بريد کيانځور: AP

د پوځي چارواکو د ويناوو له مخي په هلمند کي د ناتو او افغان ځواکونو په زر ګونو سرتيري په يوي ستري حملي لاس پوري کړ، هغه يوه حمله چي له مياشتو را په دي خوا یی وړاند وينه شوی وه او تياري ورته نيول شوي ؤ.

د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو وياند، تورن ابراهام سايپ وويل چي کابو 5000 امريکايي سمندري او څه ناڅه 2000 افغان سرتيري د مارجه ولسوالي ته ورننوتل، دغه ولسوالي د طالبانو تر کنترول لاندي ده او د هلمند په ولايت کي د هغوي يوه ډيره ستره هډه ګڼله کيږي. سايپ زياته کړه، چي مارجه ته د ننووتلو په وخت کي نړیوال او افغان ځواکونه له ډير زيات مقاومت سره مخامخ نه شول.

ويل شوي دي چي په دغو عملياتو کي چي د « مشترک» نوم پري ايښودل شوي، په ټوليزه ګي 15 زره سرتيري د افغانانو په شمول د مختلفو هیوادونو، لکه بريتانيا، فرانسي، کانادا، دنمارک او استونيا ګډون لري. له 2001 کال څخه را په دي خوا کله چي د امريکا متحده ايالاتو په مشري نړيوال ځواکونو په افغانستان کي د طالبانو د رژيم نسکور کړ، دا تر ټولو ستره عمليات ګڼل شوي دي.

د دغو عملياتو يو قوماندان، بريد جنرال لاري نيکول سن په يوه خبرپاڼه کي وويل: «د سمندري ځواکونو د عملياتو په ساحه کي مارجه د دښمن وروستي پناه ځای دی.» هغه يادونه وکړه: « د دغو عملياتو موخه دا ده چي په مارجه کي د مرکزي حکومت واکمني او د هغي د اوسيدونکو اړيکي له حکومت سره بيرته ټينګي شي. مونږ له افغان حکومت سره په دي برخه کي پوره مرستندوي يو. د دغو عملياتو د برياليتوب لپاره پوره تجهيزات او امکانات لرو.»

د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو يو کتار د مارجه په لور د حرکت په حال کي ليدل کيږي
د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو يو کتار د مارجه په لور د حرکت په حال کي ليدل کيږيانځور: AP

د جمعي په ورځ د ناتو الوتکو په سيمه کي پاڼي وغورځولي او د سيمي اوسيدونکو ته يي خبرداري ورکړ چي طالبانو ته پناه ور نه کړي او د هغو له مرچلو څخه ځانونه ليري وساتي. دا خبره د هلمند د ولایت يو وياند د آلمان خبري آژانس ته ياده وکړه.

په سيمه کي يو اوسيدونکي د آلمان غږ راډيو ته په تيلفون تماس کي د جمعی په ورځ د روان وضعيت په هکله وويل:« مونږ دومره معلومات لرو چی د مارجی په هغو لارو کی چی د تګ او راتګ لاری بلل کیږی، بهرنی ځواکونو خپلی مرچلی جوړی کړی دی، په همدی وجه د ولسی وګړو لپاره ناممکنه ده چی مارجی څخه ووځی او یا بیرته ورننوځي.»

د مارجه په ولسوالي باندي د «مشترک» نومو عملياتو مخکي له مخکي تبليغاتو طالب اورپکو ته هم دا موقع په لاسه ورکړه چي د سړک له غاړي او لارو کي مينونه خښ کړي، هغه وسلي چي په وروستيو دري کلونو هغوي زيات تر کار اخلي او مقابل لوري ته د مرګ ژوبلو په اړولو کي اغيزمنه تمامه شوي ده.

د امريکايي ځواکونو وياند، تورن ابراهام سايپ وويل چي په لارو او سړکونوکي خښ کړاي شوي چاودونکي توکي د هغوي د ځواکونو لپاره ستره انديښنه ده. خو تر اوسه پوري د پيل شو عملياتو مخه دغو وسلو هم نه ده نيولي.

د آلمان خبری آژاس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولي اڅکزی