په لېبیا کې د وسله والو ملیشو د له منځه وړلو اعلان شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهاعلان
د لېبیا چارواکو خبر ورکړی دئ چې دولت د ټولو وسله والو گروپونو او د ملیشو چې د دولت تر واکمنې لاندې نه راځي د منحلولو پریکړه کړې ده. دغه پریکړه یوه ورځ وروسته تر هغې تر سره کیږي چې په بنغازي کې د ځایي اوسیدونکو له خوا د وسله والو ملیشو پر ضد په لاریونونو کې یوولس تنه ووژل شول. پر دې سربیره لېبیايي چارواکو په بنغازي کې «د عملیاتو د کوټې» په نوم د یو مرکز د جوړولو اعلان کړی دئ، چې پکښې به د پوځ، د کورنیو چارو د وزارت سرتیري او د دفاع د وزارت ټولگي برخه ولري.