1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیسبوس ټاپو کي درې مهاجر وژل سوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د يونان په ليسبوس ټاپو کي په یوه اوونۍ کي د دریم مهاجر د جسد تر موندل کېدو وروسته د دغه هيواد په ټاپوگانو کي د مهاجرو د وضعیت په هکله اندیښنې زياتي سوي. د بشري حقوقو سازمانو د مهاجرو له خراب حالت څخه خبرداری ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/2Wim9
Griechenland Thessaloniki  Flüchtlingslager im Winter mit Schnee
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

د آتن ورځپاڼي «کاتیمیریني» د یونان د مهاجرو د وزارت په حواله لیکلي دي چي د دوشنبې په ورځ د يوه مهاجر مړی موندل سوی دی. دا په تيرو شپږو ورځو کي دریم تن دی. د يونان چارواکي گومان کوي چي دغه کسان دي د کاربن مونوکسایډ له زهرجن گازه مړه سوي وي، ځکه د ډیر یخ له کبله مهاجر په خپلو خیمو کي اورونه لگوي.

د دغو ټولو درو کسانو جسدونه د عدلي طب د معایناتو په خاطر آتن ته انتقال سوي دي، څو د هغوی د وژل کیدو دقیق علتونه معلوم کړي. مړه سوي کسان یو یې پاکستانئ دي، چي شل کلن ښوول سوی دی. دوهم یو ۲۲ کلن مصری او دریم یې یو ۲۶ کلن سوریايي دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي سازمان آن د يکشنبې په ورځ دې ته اشاره کړې وه، چي د یونان د ټاپوگانو په ډکو کمپونو کي د مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی.

هغوی ویلي وه چي «د یخنیو له کبله مهاجرين کوښښ کوي د ټولو ممکنه شیانو په واسطه ځانونه گرم کړي. په دغو ډکو کمپونو کي د اوراخیستلو خطر هم موجود دی.»

د یونان د مهاجرو وزارت  ویلي دي، چي پردې باندي کار روان دی چي کمپونه ښه تجهیز سي، څو په کمپونو کي نور کانتینري کورونه او د بخاریو سیسټم ورته جوړ سي.

نور مطالب: