1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د مصري ځواکونو غچ اخیستونکی برید

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

د مصر جنګي الوتکو پر قبطي عیسویانو د ترهګریزې حملې په ځوابي برید کې په لیبیا کې د اسلامستانو څو احتمالي قرارګاوې بمباري کړي دي. الفتاح السیسي د مصر له امنیتي چارواکو سره تر یوه بیړنۍ غونډې وروسته د دغه برید امر کړی.

https://p.dw.com/p/2dfhf
Ägypten 28 Christen bei Angriff auf Bus getötet
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د می میاشتې ۲۶مه) د مصر د پلازمېنې قاهره په سویل کې وسله والې ډلې د قبطي عیسویانو پر لیږدونکي یو بس برید وکړ. که څه هم تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستې، خو په دې وروستیو میاشتو کې د ورته بریدونو په پام کې نیولو سره مصري چارواکي په لیبیا کې مستقر د «اسلامي دولت» یا داعش ډله د دې کار عامل بولي.

د جمعې په ماښام د امنیتي ځواکونو او مصري پوځ تر یوې اضطراري غونډې وروسته د مصر ولسمشر الفتاح السیسي، په ګاونډې هیواد لیبیا کې د ملیشه و پر څو مرکزونو د برید امر وکړ.

د عیسویانو پر بس برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوختې

د رویټرز خبرې آژانس د مصر نظامي چارواکو ته نږدې سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د مصر هوایې ځواکونو د جمعې شپې د برید په ترڅ کې د لیبیا په ختیځ کې د «درنا» ښار په اطرافو کې هغه پوستې بمبار کړي دي، چې ګمان کیږي د «اسلامي دولت» ډلې او القاعده شبکې ته نږدې ترهګرو ډلو روزنیز مرکزونه ول.

د «اسلامي دولت» ډلې افراطي اسلامستان د لیبیا یو شمیر برخې په خپل اختیار کې لري او یو وخت یې د درنا ښار هم نیولی وو. تر اوسه پورې د دغه برید د احتمالي تلفاتو په هکله دقیق رپوټونه نه دی خپاره شوي.

السیسي د مصر په دولتي تلویزون کې خپره شوې وینا کې ویلي وو چې پر قبطي عیسویانو ترهګریز برید به بې ځوابه پاتې نه شي او د دې هیواد هوایې ځواکونه به د دغو جهادي ملیشه و پر روزنیز مرکزونو برید وکړي.

ویل کیږي چې د اسلامستانو شپږ قرارګاوې د هغو له جملې د «درنا د مجاهدینو شورا» مرکزي مقر هم د مصر د جنګي الوتکو په وسیله بمبار شوي دي.

د الجزیزه خبرې شبکې د نظامي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د لیبیا امنیتي ځواکونو د جمعې شپې په عملیاتو کې د مصر له هوایې ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د مصر ولسمشر په خپله تلویزوني وینا کې ټینګار کړی وو چې هیواد به یې د هغو افراطیانو روزنیز مرکزونه په نښه کړي چې په مصر کې په ترسره شویو ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود.

له ترمپ څخه د السیسي غوښتنه

د مصر ولسمشر الفتاح السیسي د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ څخه غوښتي دي چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې رهبري په لاس کې ونیسي. همدارنګه السیسي د هغو هیوادونو د مجازات کیدو غوښتنه کړې چې د افراطي ډلو مالي ملاتړ کوي او په وسله یې سمبالوي.

د وروستیو معلوماتو پر بنسټ د عیسوي قبطیانو پر بس د برید د قربانیانو شمیر ۲۸ تنو ته لوړ شوی دی. په دې پيښه کې  شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د «اسلامي دولت» افراطي ډلې په مصر کې پر قبطي عیسویانو د اکثرو بریدنو مسئولیت په غاړه اخیستې دی او مسلمانانو ته یې خبردارۍ ورکړی دی چې د عیسویانو د تجمع په مرکزونو او مراسمو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

تیره میاشت د «طنطا» او «اسکندریه» په ښارونو کې د دوو بریدونو په ترڅ کې تر ۴۵ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې وو. قبطي عیسویان د مصر د ۹۲ میلیوني نفوس ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.03.2015):