1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د مؤقتې ادارې د مشر پر دفتر باندې برید وشو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14s5k

د لیبیا ملیشو کوښښ وکړ چې په طرابلس کې د مؤقت صدراعظم پر رسمي دفتر باندې یرغل وکړي. په دې ترڅ کې د رامنځ ته شوو نښتو په پایله کې یو تن وژل سوی دئ. دغه نښته د امنیتي ځواکونو او ۲۰۰ یاغیانو تر منځ شوې ده.

په نښتو ډیر کسان ټپیان شوي هم دي. د حکومتي ویاند په حواله دغو کسانو خپل معاشونه غوښتل. مؤقتې ادارې په بودجه کی د ډېرو درغلیو له کبله د اپریل د میاشتی راهیسي د هغوی معاشونه نه وو ورکړي.

دا هغه پخواني شورشیان ول چې د معمر القزافي د حکومت په رانسکورولو کې ئې ونډه درلوده. هغوی ته باید اوس د دغه کار او همدارنګه د جګړې څخه د لاس اخیستلو په بدل کې انعام ورکړل شوی وای.